د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

سرنوشت: له فساد سره د مبارزې ماتې شوې ژمنې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې ترډيره د فساد په وړاندې د افغان حکومت هڅو او د امنیتي ستونزو په اړه اندیښنو او سپارښتنو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې له فساد سره د مبارزې ماتې شوې ژمنې.

په سرمقاله کې د ولسمشراشرف غني په حواله ویل شوي چې په فساد ککړ چارواکي به له دندې لري کړې، خو د لیکوال په نظرپه ولسمشرعمده انتقاد دا دی چې همدا ژمنه یې تر اوسه نه ده عملي کړې.

سرمقاله لیکونکي ویلي، واضح خبره ده چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه کې دیني علما رول لري، خو سپارښتنه یې کړې چې په دې برخه کې اساسي کارد حکومت پرارداې پورې تړلی دی.

د ورځپاڼې په باور، د فساد په وړاندې مبارزه باید له لوړ پوړو چارواکو پيل او داسې ونه شي چې واړه مفسدین زنداني او لوړ پوړي مفسدین پرخپلو څوکیو پاته شي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په دې اړه د ولسمشراشرف غني خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي، له فساد سره مبارزه سراسري جهاد ته اړتیا لري.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشرد فساد عوامل هم په ګوته کړي او د له منځه تلو لپاره یې ژمنې کړي او د دیني علماوو په رول یې هم ټینګار کړی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله روان امنیتي وضعیت ته ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې، اجازه مه ورکوئ چې وسله وال مخالفین ازادې شوې سیمې بیرته ونیسي.

په سرمقاله کې راغلي، پخوانیو تجربو دا ښودلې چې د عملیاتوپه نتیجه کې ازادې شوې او نیول شوې سیمې له څه مودې وروسته بیرته وسله والو مخالفینو نیولي دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، دا مهال فاریاب او سرپل ولایتونه له ورته ګواښ سره مخ دي او امنیتي ځواکونه باید هڅه وکړي چې دې ولایتونو ته د وسله والو مخالفینو د بیا ننوتو مخنیوی وکړي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په حواله لیکلي چې فاریاب او سرپل ولایتونه له وسله والو مخالفینوڅخه پاک شوي دي.

په مطلب کې د ښاغلي دوستم په حواله ویل شوي چې شمالي ولایتونه ته یې سفرد ولسمشراو امنیت شورا د اجازې له مخې شوی وو.

XS
SM
MD
LG