د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې لمانځل


نن د افغانستان د خپلواکۍ د رسمي اعلان 96 کلیزه ده.

سره له دې چې افغانستان هیڅ کله هم د بریتانیې د واکمنۍ برخه نه خو د [Anglo-Afghan Treaty] تړون، د دې هېواد بشپړې خپلواکۍ ته رسمیت ورکړ.

افغانستان د 1919 [میلادي] کال د اګست په ۱۹ چې د اسد [زمري] له 28 سره برابريږي، له بریتانیې سره د شوي تړون پراساس، د خپلې ازادۍ رسمیت اعلان کړ.

د افغانستان د خپلواکۍ معاهده د 1919 میلادي کال د اګست په 8 د افغانانو او انګلیسانو د دریمې جګړې په پای کې لاسلیک شوې وه.

په دې معاهده کې چې د راولپنډۍ تړون هم ورته ویل کیږي، بریتانیې ومنله چې د بریتانوي هند قلمرو به په خیبردره پورې محدود وي.

د خپلواکۍ اعلان په افغانستان کې د یوې نوې دورې د پيل په توګه ومنل شو.

د هغه مهال پاچا اعلی حضرت امان الله خان چې د ازادي د مبارزې سرلاری ګڼل کیږي، د استقلال تراعلان وروسته په دې هېواد کې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو یوی نوی دور پيل کړ.

د پاچا امان الله خان د هڅو په پایله کې، د افغانستان په پوځ کې اصلاحات راغلل، غلامي او جبري کارونه منع شول او د ښځو ازادۍ ته د درناوی ږغ وشو.

دا هغه اقدامات دي چې په سیمه کې یې هغه مهال ساری نه درلود.

په ننګرهارکې چارواکي وايي چې د اعلی حضرت امان الله خان د مقبرې شاوخوا ته یې سږکال د سترجشن لپاره تیاری نیولې.

سږکال به د استقلال د لمانځلو رسمي مراسم په جلال اباد ښارکې ترسره شي.

د ازادي راډيو خبریال وايي، د جلال اباد ښارپه لارو او سرکونو د شاه امان الله پوسترونه ځړول شوي او د ځانګړو نندارو تیاری نیولې شوې ده. د ننګرهار والي سلیم خان کندزي ازادي راډیوته وویل:

((موږ ملکي او نظامي تیاری نیولې، د شاوخوا ولایتونو والیان او مشران هم را بلل شوي چې په دې جشن کې ګډون وکړي.))

په جلال اباد کې د استقلال د 96 کلیزې د لمانځلو رسمي مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې په کابل کې د امریکا سفارت د یولړسترو حملو د امکان له امله خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې خپلو ملکي او پوځي مامورینو ته د شدید احتیاط خبر ورکړی او په سترو غونډو کې له ګډونه یې منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG