د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

بلخ: د امنیه قومندانۍ د خبري موضوعاتو پر انعکاس بندیز ولګېد


په بلخ ولایت کې د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع بنسټونو چارواکو د دې ولایت د امنیه قومندانۍ د خبري موضوعاتو پر انعکاس بندیز ولګوه.

په شمال زون کې د خبریالانو د حق غوښتنې کمېټې چارواکو د ګن شمېر نورو بنسټونو له استازو سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې تر یوې اونۍ باید محلی او نړېوالې رسنۍ کوم چې د یاد بنسټونو غړیتوب لري؛ د بلخ امنیې قومندانۍ د خبري موضوعاتو له انعکاس څخه مخنیوی وکړي.

په شمال زون کې د آزادو رسنیو څخه د ملاټر دفتر مشر او د خبریالانو د حق غوښتنې کمیټې مسوول نور آغا شریفي د یاد بندیز علت دا بولي چې دوی پر حمید صافي په بلخ کې د یوې نړېوالۍ رسنۍ خبریال باندې د وسله والې حملې په اړه د امنیې قومندان څخه د معلوماتو غوښتنه کوله چې د معلوماتو د نه ترلاسه کولو ترڅنګ د بلخ امنیې قومندان د ناسم چلند سره هم مخ شول.

شریفي د بلخ پر امنیې قومندانۍ د مطبوعاتي بندیز په اړه داسې وویل:

"له ټولو رسنیو څخه مو غوښتي دي چې د بلخ امنیې قومندانۍ په اړه خبري موضوعاتو ته انعکاس ورنه کړي او پر هغه بندیز ولګوي؛ دا بندیز د یوې اونۍ لپاره دی که زموږ په اړه حق غوښتنه ترسره نه شي یاد بندیز به دوام مومي."

شریفي زیاته کړه چې له مرکزي حکومت څخه غواړي ترڅو پر حمید صافي د وسله والې حملې په اړه د بلخ امنیې قومندان څخه پوښتنه ترسره شي او له رسنیو سره د هغه پر چلند هم ارزیابي او بیا کتنه وشي.

د شریفي په قول چې هېڅ حکومتي او امنیتي ارګان دا حق نه لري چې د رسنیو څخه د موضوعاتو د انعکاس مخنیوی وکړي او دوی ته د معلوماتو له ورکولو څخه مخنیوی وکړي.

په شمال زون کې د خبریالانو د ټولنیز بنسټ مشر ګلاب شاه باور هم د رسنیو له حقونو څخه د دفاع بنسټنو د چارواکي سره د بلخ امنیې قومندان چلند غندي او له لوړ پوړو چارواکو څخه د یادې موضوع د تحقیق او څړنې غوښتنه کوي.

په بلخ کې د مدیوتیک دفتر مشر شفیع رحیمي هم وايي چې بلخ امنیې قومندان د خپل کار له پیل څخه تر دمه خبریالانو ته د معلوماتو شریک کولو په برخه کې بې پروا پاتې شوی او تل یې د خبریالانو په وړاندې له متضاد چلند څخه کار اخیستی:

"کله چې د یوه امنیې قومندان چلند د رسنیو له مسوولانو او د خبریالانو د حق غوښتنو د بسټونو له چارواکو سره داسې وي؛ وای دې پر هغه ښاریانو شي چې په ډېرو امنیتي ستونزو سره سره بیا هم خپل مشکل امنیتي چارواکو ته نه شي رسولی."

په داسې حال کې د خبریالانو له حقونو څخه د دفاع بنسټ چارواکي د بلخ امنیې قومندانۍ د خبري موضوعاتو پر انعکاس بندیز لګوي چې تېره ورځ په مرکز کابل کې هم د ګن شمېر رسنیو چارواکو شکایت درلود چې دولتي چارواکي دوی ته د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کوي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی - بلخ

XS
SM
MD
LG