د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

۱۸۰ تنه افغان سرتیري د بدخشان په وردوج کې طالبانو ته تسلیم شول


د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې ۱۸۰ تنه افغان سرتیري وسله والو مخالفانو ته تسلیم شوي دي.

د بدخشان ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه سرتيري د وردوج ولسوالۍ د تېرګران په سیمې کې له څو ورځو راهیسې محاصره وو.

نظري زیاتوي چې سرتيرو ته په وخت سره کمکي ځواکونه و نه رسېدل چې بالاخره دغه سرتیري د سیمې خلکو په منځګړي توب وسله والو طالبانو ته تسیلم شول:

((د وردوج ولسوالۍ د تېرګران قرارګاه له څلورو ورځو راهیسې د محاصره په حالت کې او په دې بیسز کې ۱۸۰ تنه افغان سرتیري په شمول ملي پولیس، سرحدي پولیس او سیمه ییزو پولیس اوسېدل چې د وسله والو طالبانو له خوا ژوندي نیول شوي دي.))

نوموړي د دغو اسیرشو سرتیرو د برخلیک په اړه اندېښنه وښودله هغه وايي چې دغه شمېر افغان سیرتیري هغو طالبانو ته تسلیم شوي دي چې په کې د بهرنیو جګیالیو شمېر زیات دی:

((علت دا و چې دغه سرتیري له څو روځو راهیسې د محاصره په حالت کې وو او په وخت سره دوی ته کمکې ځواکونه ونه رسېدل؛ همدارنګه دولت صرف د نظارت بڼه درلوده؛ اما دغه سرتیري د خلکو د منځکړيتوب په ترڅ کې طالبانو ته تسلیم شول؛ امیدواره یو چې دغه سرتیري ژوندي ازاد شي؛ خو څه نشو ویلی؛ ځکه له طالبانو سره زیات شمېر خارجي جنګیالي دي؛ ځکه خارجي تروریستان دي هر کار کوي.))

د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یوشمېر سرتیري د طالبانو له خوا اسیران شوي وو او بیا وروسته یې سرونو ورڅخه غوڅ کړي وو.

د بدخشان د ولایتي شورا رییس زیاته کړه چې دامهال د بدخشان په څلورو ولسوالیو لکه بهارک، جرم، شهدا او وردوج کې وضعیت ډېر خراب دی؛ که په وخت سره توجه ورته ونه شي؛ نو ګوندې یوشمېر ولسوالۍ سقوط وکړي.

له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدلو په دې اړ د بدخشان ولایت د امنیتي چارواکو نظر ترلاسه کړو.

راپور: اجمل آرین- بدخشان

XS
SM
MD
LG