د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د غیرمسوله وسله والو موجودیت له داعش او طالبانو خطرناکه دي!


د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسیدونکې په خپلو سیمو کې د غیرمسووله وسله والو موجودیت تراسلامي دولت ډلې یا داعش او طالبانو خطرناکه بولي.

دوی له حکومته غواړي چې ډېرژردې دغه خلک بې وسلې کړي ځکه چې خلک یې سخت په اندیښنه کې اچولي دي.

د وسله والو طالبانو او اسلامي دولت یا داعش جنګیالیو تر څنګ د غیرمسووله وسله والو ډلو موجودیت او ورنه د ځینو سیاسي او حکومتي چارواکو ملاتړ تر کومې اندازې عام افغانان په ويره کې اچولې دي؟

غیرمسووله وسله والو ډلو په هغو سیموکې خلک له ژونده بېزاره کړي دي چې ډېر فعالیت په کې کوي.

د عاموخلکو په خبره دا ډلې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او طالبانوله جنګیالیو هم خطرناکه دي.د کندز یو اوسیدونکې په دې اړه داسې وايي:

«دا غیرمسوول وسله وال د طالب او داعش نه ډېر زیات خطرناکه دي.

د دې لپاره چې دوی ډېرې خطرناکه درنې وسلې لري له یو شمېر تروریستي ګروپونو سره اړیکې لري.»

د کابل په ګاونډ ولایت پروان کې هم وخت ناوخته غیرمسوول وسله وال خلک ځوروي او د تنظیمي او کورنیو جګړو د وخت په څېراوس هم په خپلو منځونو کې اخ او ډب کوي چې عام خلک ترې زیانمنیږي.

په دې ولایت کې د بهرنیو پوځیانو له خوا د یوې ډیپو د هدف ګرځولو پيښې او ورپسې غبرګونونو هم د دې ولایت اوسیدونکې سخت اندیښمن کړل.

اخوا په بلخ کې خلک وایي چې غیرمسوول وسله وال ورانکاره فعالیتونه کوي او اکثرځورونې د پخوانیو قومندانانو ټوپکوال کوي او ان له خلکو عشر ټولوي:

«دلته ټول دا پخواني جهادي قومندانان دي چې حاکمیت کوي. څه یې چې زړه وغواړي کوي یې.

فیصله که محکمه هم وي دوی یې کوي.

عشر هم دوی ټولوي. څه ناامنۍ چې وي دوی یې رامنځته کوي.»

خو اصلي پوښتنه دا ده چې د دغو غیرمسووله وسله والو او زورواکو ترشاڅوک ولاړدي او دوی په عامه اصطلاح په چا نازیږي؟

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون وايي، افغان چارواکي په خپله د ټوپکوالو ملا تړي او په چور او چپاول کې ورسره شریک دي.

د دغه کمیسیون یوه غړي صالح محمد صالح ازادي راډیو ته وویل، که د دغو غیرمسووله وسله والو ترشا د شورا وکېل، وزیر او لویو سیاستوالو لاس نه وي کله به دومره خلک وشي ځورولی:

«خپله حکومت په دې شریک دی.د دغو خلکو ملاتړي هم په خپلو سیاستوال او حکومتي چارواکې دي.

تاسې وګورئ چې په اوسنیو شرایطو کې څومره غیرمسووله وسله وال چې دي خامخا له یوچاسره ارتباط لري یا له سیاستوالو، یا له وکېلانو یا وزیرانو او یا مشرانو سره اړیکې لري.

غیر مسوول کسان له یوه کلک حمایت پرته نه شي کولای چې دومره سرخوږی جوړ کړي.»

د رپوټونوله مخې یو شمېرلوړپوړي حکومتي چارواکي او ځیني والیان هم وسله وال کسان د افغان پوځیانو له چوکاټه بهر اداره کوي چې کله ناکله په ناامنیو کې ښکېل کېږي.

اکثره خلک وايي، په کومو سیمو کې چې غیرمسوول کسان فعاله دي حکومتي ځواکونه د ورتلو زړه نه ښه کوي او دوی یې پریښي چې په خپل سر واک وچلوي.

د دغو غیرمسووله وسله والو ډلو د شمېرپه اړه دقیق ارقام نه دي موجود.

خو دا چې امنیتي ځواکونه ولې په دې یوه وروستۍ لسیزه کې د دغو ډلو ټپلو په له منځه وړلو کې پاتي راغلي امنیتي چارواکې یې داسې ځوابوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې کلکه هڅه یې روانه کړې څو د وزیرنورالحق علومي د سل ورځني کاري پلان په مطابق لومړی دا ډلې وپيژني بیا یې پرضد اقدام وکړي:

«د کورنیو چارو وزیرپه لومړیو سل ورځو کې دا خبره شامله ده چې د دغو غیرمسووله ډلو او کسانو په اړه معلومات ټول شي چې په هېواد کې په کومو سیمو کې فعاله دي.

لومړی به دا معلومات ټولوو چې دا کسان په کومو ځایونو کې فعاله دي.»

ښاغلی صدیقي وايي چې هره میاشت په منځنۍ توګه دوه سوه تر درې سوه میله وسلې له بیلابیلو سیمو نه ټولیږي.

عام خلک بیا وایي چې د طالب واکمنۍ له پرځیدو وروسته د پخوانیو جهادي قومندانانو او وسله والو کسانو پرسر د ډایاګ او ډي ډي ار پروګرامونه سم نه دي تطبیق شوي او اوسنۍ ستونزې د همدغو پروګرامونو له ناسم عملي کېدو سره ژورې ريښې لري.

امنیتي او دفاعي ارګانونه بیا وايي چې په دغو دوو پروګرامونو کې په لسهاوو زره میله سپکې او درنې وسلې ټولې شوي دي.

د دفاع وزارت یو ویاند دولت وزیري وايي چې هڅې روانې دي چې ټولې غیرقانوني وسلې ټولې شي څو د امنیت او سولې په لارکې دا ستر خنډ له منځه لاړ شي:

«هرڅوک چې غیرقانوني وسلې لري. دا د افغانستان په ګټه نه دي.

زموږپالیسي دا ده چې دا وسلې که په هرشکل وي ټولې یې کړو.

د دې لپاره چې دا وسلې د افغانستان سولې او امنیت ته خطر دی.»

د افغانستان نړېوال ملګري هم د ناقانونه وسلو زیرمې د امنیت لپاره جدي ګواښ بولي او له منځه وړل او ټولول یې یو پرځای ګام ګڼي.

لوړپوړي امریکايي سناتورجان مککېن کابل ته په خپل وروستي سفرکې په پروان کې د وسلو د یوې ډيپو له منځه تلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې که په هرځای کې ناقانونه وسلې وي باید ثابتې شي چې د افغانانو او امریکایانو پرضد نه کارول کېږي:

«زه پوهیږم چې په هرځای کې چې د وسلو زیرمې وي او کوم قانوني اسناد هم ونه لري باید د دې لپاره چې د افغانانو او یا امریکایانو پرضد نه کاریږي پوره معلومات وشي او په وړاندې یې عمل وشي.»

که څه هم امنیتي چارواکې د ناقانونه وسلو ټولول او د غیر مسووله کسانو تعقیب خپل لومړیتوب یادوي خو شته ځینې داسې لوړپوړي چارواکي چې د مجاهدینو له وخته د زیرمه شویو وسلو په له منځه وړلو خپګان او جدي اندیښنه ښکاره کوي.

د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله په دې وروستیو کې په پروان کې د وسلو د یوې ډیپو له منځه وړل د اندیښنې وړ خبره وبلله او ټینګار یې وکړ چې په راتلونکې کې باید داسې هدفي حملې ونه شي:

«هیله من یو چې ورته حادثې تکرار نه شي. مجاهدین په بشپړه معنی د ملي وحدت حکومت تر څنګ ولاړ دي.»

له افغان چارواکو سره د ناقانونه وسلو د ټولولو او له منځه وړلو په خاطر دوه ډوله فکر او دریځ ته په کتو پوځي کارپوهان وايي چې امنیتي ارګانونه د دغو وسلو د له منځه وړلو توان نه لري.

یوه پوځي کارپوه باري عارض په دې اړه وویل:

«داسې نه شي ویل کېدلی چې په افغانستان کې امنیتي ځواکونه د دغسې تشکېلاتو او مسلحه کسانو او د هغوی له مرکزونو څخه خبرتیا ونه لري.

که خبر ولري هم چې په دې معنی دی چې دولت داسې په یوه کمزوري حالت کې دی چې نه شي کولای چې دغو کسانو ته لکه څنګه چې لازمه ده ځواب ووايي.

ځکه چې هغو ټول د دولت له جګپوړو چارواکو سره اړیکې لري.»

د غیرمسووله وسله والو فعالیت کومه تازه خبره نه ده بلکې له څوکلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلک ترې ځوریږي.

د رپوټونوله مخې غیرمسوول وسله وال په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې ډېرفعاله دي او د خلکو د ځورونې ترڅنګ له ښځو او ماشومانو سره ډول ډول تاوتریخوالی کوي.

له دې ټولو سره-سره کارپوهان حکومت ته وړاندیزکوي چې د دې ډلو د ځپلو او د وسلو د ټولولو او له منځه وړلو په خاطر باید امنیتي ارګانونه پراخ او عملي کېدونکې پروګرامونه تر لاس لاندې ولري.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG