د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

په کوټه کې پينځه شعيه مذهبه هزاره ګان و وژل شول


پرون په کوټه ښارکې بيا د هدفي پېښو په لړۍ کې پينځه تنه هزاره توکمه شعيه ګان وژل شوي دي.

د دې پېښې په ضد نن په کوټه ښارکې کاربنديز اعلان شوى.

وړمه ورځ هم په دې ښار کې څلورپوليسو د وسله والو په ډزو وژل شوي وو چې په تړاو يې پوليسو شاوخوا دېرش تنه نيولي دي.

د مستونګ په خونړۍ پېښه کې د دوه ويشتو وژل شويو کسانو غم د کوټې ښارماتمي فضا لانه وه بدله کړې چې د يکشنبې په مازديګرموټرسايکل سپرو وسله والو بيا د دې ښار شعيه مذهبه هزاره ګان د غم په ټغر کښېنول. پوليس وايي، تېرماځيګر د کوټې ښار باچاخان چوک ته نيژدې پرسرکلر سړک باندې وسلوال پر دوو دوکانونو ناببره ډزې وکړې، پينځه تنه يې په کې په وينو ولړل او د پېښې له ځايه و تښتېدل.

پوليس وايي، له دغو پينځو تنو څخه دوو ځاى پرځاى ساه ورکړه، دوه روغتون ته پرلاره وو چې ژوند يې له لاسه ورکړ او پينځم تن هم د سختو ټپونو له امله په روغتون کې سترګې پټې کړې.

د کوټې ښارد سټي تاڼې يوه پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، ازادي راډيو ته وويل:

((پرسرکلر سړک د چاى پاڼو يو دوکان دى، دغه کسان په هغه دوکان کې ناست وو؛ نامالومه وسله وال راغلي او پر دوى يې ډزې کړې دي، دوى سخت ټپيان وو، دوه تنه هملته مړه شول او درې نورچې نظامي روغتون ته يووړل شول هلته يې ساه ورکړه.))

تردې پېښې سمدستي وروسته د هزاره قوم سلګونه ځوانان سړکونو ته را ووتل، په خلکو يې په زوره دوکانونه وتړل او د ښار امنيت ګډوډ شو.

دوى پرباچاخان چوک باندې د احتجاج په توګه ټايرونه وسوځول او د شپې ترناوخته يې د خپلو خپلوانو د وژنې په ضد اعتصاب وکړ.يو هزاره ځوان سيد محمد بشير وايي:

((په ښکاره ترهګري کوي، ملېشه او پوليس عسکرهم هرځاى ولاړ وي دوى پرخلکو ډزې وکړي په اسانۍ سره وتښتي، ولې ترننه يو ترهګر ونه نيول شو، دا څنګه کېداى شي، دا خو د حکومت او د ملېشه ځواکونو کمزوري ده چې ولې ترننه دوى يو ترهګر هم ونه نيو.))

پوليسو تردې حملې وروسته د کوټې په خروټ اباد سيمه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس په وسله والو پسې د پلټنې عمليات وکړل چې وايي، دوه تنه وسله وال يې ونيول او له هغوى څخه په پوښتنو ګروېږنو کې مالومه شوه چې هغوى د دغو پينځو هزاره ګانو په وژنه کې لاس درلود.

هزاره ډيموکراټيک ګوند او د شعيه علماوو اتحاديې نن په کوټه کې د احتجاج په توګه کاربنديزاعلان کړى چې ځينو سياسي ګوندونو يې هم ملاتړ کړى دى.

د يادونې وړده چې د تېرې مې د مياشتې په وروستيو ورځوکې هم په کوټه کې پرهزاره توکمه شعيه ګانو درې هدفي حملې وشوې چې اووه تنه هزاره ګان په کې و وژل شول.

پرهزاره ګانو د پرونۍ او د تېروهدفي حملو مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تردې مخکې پرشيعه مذهبه هزاره ګانو د حملو مسووليت اکثر وسله والې سني ډلې لښکرجنګوي پرغاړه اخيستى دى.

د بلوچستان د داخله چارو وزارت د شپې ناوخته د دې وروستۍ پېښې په تړاو د يوې اوونۍ لپاره په کوټه ښار کې پرموټرسايکلونو د دووکسانو پرګرځېدو بنديز اعلان کړ.

وړمه ورځ د کوټې په پښتون اباد کې هم څلورتنه پوليس موټرسايکل سپرو وسله والو په ډزو وژلي وو چې مسووليت يې د ينګ بلوچ ټايګرپه نوم وسله والې ډلې پر غاړه واخيست.

پوليس چارواکي وايي، د هغې حملې په تړاو يې له وړمې ورځې راهيسې له پښتون اباد سيمې اووه ويشت مشکوک کسان نيول چې وايي پوښتنې ګروېږنې ځنې روانې دي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG