د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مشرانو جرګه: ولسمشر او اجرائيه رئيس د شخصي اړيکو پر اساس کسان مقرر کړي


د افغانستان په مهمو دولتي پوستونو کې وروستۍ مقررۍ د ملي شورا له تند غبرګون سره مخ شوی.

د مشرانو جرګې غړي وایې چې افغان ولسمشر او اجراییه رییس د شخصي اړیکو په اساس کسان ګمارلي دي.

د مشرانو جرګې غړي خبرداری ورکوي؛ که چېرې افغان ولسمشر او اجراییه رییس د دولت په لوړو پوسټونو کې د شخصي اړیکو په اساس له مقرریو لاس وانه خلي؛ نو هېواد به د بحران طرف ته ولاړ شي.

د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ ولسمشر او اجراییه رییس د هېواد د ټولو قوانیو په خلاف د خپلو شخصي اړیکو په اساس په مهمو دولتي پوستونو کې د اشخاصو په ګمارلو بوخت دي:

((تاسې وینئ پرته له دې چې ولسمشر غني او اجراییه رییس سره څوک اړیکې ونه لري؛ نه به ملي امنیت کې دنده پیدا کوي او نه به هم وزیر کیږي؛ پرته له دې چې دوی قوانین په نظر کې ونیسي.))

سناتور فیصل سمیع بیا د ملي امنیت ریاست د پالیسۍ مرستیال په توګه د ولسمشر د پخواني ویاند اجمل عبید عابدي په ګمارلو انتقاد کوي.

نوموړی وایي، چې ښاغلی عابدي تر دې وړاندې د پاکستان له استخابارتي ادارې سره د همکارۍ په تور د ملي امنیت له ادارې څخه لرې شوی و:

((داسې اطلاعات شته چې جناب عابدي صیب تر دې پخوا یعنې ۱۳۸۴د ملي امنیت د عمومي ریاست کار کوونکی و چې د پاکستان له استخبارتي ادارې سره د همکارۍ په تور له دندې ګوښه شوی و؛ نو دې ته په کتو هیله مند یو چې په دې برخه کې له سره کتنه وشي.))

له دې بحثونو وروسته د مشرانو جرګې لومړي مرستیال چې د جرګې مشري یې کوله له افغان ولسمشر او اجرییه رییس څخه وغوښتل چې د مقرریو په برخه کې د شخصي روابطو پرځای وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي.

تېره ورځ د ولسي جرګې ځینو غړیو هم په دې برخه کې د حکومت پر اجرااتو انتقادونه وکړل.

دغه انتقادونه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د ولسمشر پخوانی ویاند اجمل عبید عابدي د ملي امنیت ریاست د پالیسۍ مرستیال په توګه وټاکل شو.

د یو شمېر سرچینو په اساس چې د پخواني ولسمشر د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم زوی ادیب فهیم د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال په توګه هم ټاکل شوی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د جمهوري ریاست د چارواکو نظر ولرو؛ خو هغوی په دې هکله له خبرو کولو ډډه وکړه.

په عین حال کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل بیا وایي چې د ملي یووالي حکومت د اشخاصو په مقرریو کې ټول معیارونه په پام کې نیولي دي:

((د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر ننه پورې د اشخاصو په مقررۍ کې ټول معیارونه په پام کې نیولي دي چې هغه د خلکو پوهه ده، تعلیم یې دی، کاري تجربه او د افغانستان لپاره د هغوی صداقت او ریښتینولي ده.))

د چارو څيړونکي وایي، که چېرې مقررۍ د مسلکيتوب او معیار په اساس ونه شي؛ نو دا به د خلکو او دولت ترمنځ لوی واټن رامنځ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG