د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

عربي امارات له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوي


متحده عربي اماراتو ژمنه کړې چې افغان امنیتي ځواکونونو سره به د تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

په داسې حال کې چې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې د هند، پاکستان او روسیې ژمنې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو له عکس العملونو سره مخ شوې؛ دا مهال متحده عربي اماراتو په دې برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

دا خبرې متحده عربي اماراتو ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د سفر پرمهال مطرح شوي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر سلاکار سلطان فیضي ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې یوه کمطټه هم جوړه شوې ده:

((موږ دا یو ډير ګټور سفر ګڼو، ځکه چې دوی له افغان ځواکونو سره د ملاتړ او مرستو په په برخه کې ژمن دي؛ همدارنګه د متحده عربي امارتو د مسلح قوا ځانګړی استازی به هم کابل ته سفر کوي او دفاعي سکتورونه به له نږدې وګوري؛ ترڅو په دې برخه کې خپلې مرستې وکړي.))

ښاغلي فیضي وویل چې متحده عربي امارتو همدارنګه په لوړو زده کړو؛ تجارت، کډوالو او نورو برخو کې هم د مرستو ژمنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت مخکې تقریباً شپږ سوه افغان سوداګر له دې هېواد څخه وتلو ته اړ شول.

په عین حال کې یو شمېر افغان څيړونکي د افغان ځواکونو په تجهیزولو کې د متحده عربي امارتو مرستې په دې خاطر ګټورې بولي چې دا هېواد په افغانستان کې په نیابتي جګړې کې ښکېل نه دی.

زلمی وردګ په دې اړه وایي:

((دا هېواد په افغانستان کې په نیابتي جګړې کې ښکیل نه دی؛ نو د دوی مرستې د دې سبب کیږي چې زموږ قوتونه تجهیز شي او دا به د افغانانو په ګټه وي.))

د ده په وینا، که چېرې متحده عربي امارات په خپلو ژمنو عمل وکړي؛ نو دا به د افغانستان د پرمختګونو لامل شي.

د دغو کارپوهانو په وینا، چې افغان ځواکونه پرمختللو تجهیزاتو ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید خپلې هڅې جدي کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG