د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۴

د کورنیو چارو وزارت له ولسي پاڅونونو څخه ملاتړ کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په بیلابیلو برخو کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې له ولسي پاڅونونو پرېکنده ملاتړ کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، له غیر مسوولو وسله والو ملاتړ نه بلکې له هغو ولسي پاڅونکونکو ملاتړ کوي چې د وسله والو مخالفانو له کړنو په تنګ راغلي او د دوی په وړاندې دریدلي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې هغه اوازې رد کړې چې ګواکې حکومت د ملیشو په جوړولو لګیا دی او غیر مسووله وسله والو او پاڅون کوونکو ته وسلې ورکوي.

ښاغلي صدیقي وویل، د اړتیا په صورت کې د هغو پاڅون کوونکو وسلې راجسټر کوي چې د وسله والو مخالفینو پر ضد راپورته شوي دي:

((د خلکو ملي پاڅون څخه په بیلابیلو برخو کې ملاتړ کوو او دا تاییدوو یې، خو موږ د افغانستان له قوانینو سره سم اجازه نه لرو چې ملکي خلکو ته وسلې وویشو؛ موږ یوازې د حکومت له خوا د رامنځ ته شوو شرایطو او طرز العملونو ته په کتو کولای شو چې یو شمېر خلکو ته د وسلو جواز ورکړو.))

د لومړي ځل لپاره درې کاله وړاندې د غزني په اندړو کې خلک د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ودرېدل چې د همدې سیمې د پاڅون کوونکو په خبره؛ د دوی دا کار د افغانستان د نورو سیمو خلکو ته یو الهام شو.

په تر ټولو تازه مورد کې د بدخشان خلکو سیمه ییزو چارواکو او په ملي شورا کې د دغه ولایت استازیو پرېکړه کړې چې که وسله وال مخالفین سوله و نه کړي؛ نو ولس به یې پر وړاندې وسله واخلي.

راپورونه بیا د کندز د والي محمد عمرصافي په حواله وايي چې په دې ولایت کې د طالبانو او بهرنیو وسله والو د ځپلو لپاره لا دمخه د محلي ملیشو زرکسیزه ځواک جوړ شوی دی.

له دې وړاندې په غزني، کونړ، کندهار، لوګر، کندز او ځينو نورو ولایتونو کې هم خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی؛ خو طالبانو دغه کسان حکومت پلوه اربکیان بللي او په وړاندې یې وسله را اخیستې.

خو په ولسي جرګې کې د کندز استازي عبدالودود پیمان د کورنیو چارو وزارت له دې اقدامه چې د خلکو له ملي پاڅون څخه ملاتړ کړی هرکلی کوي.

ښاغلی پیمان وايي، که چېرې ولس له پولیسو سره یو ځای د وسله والو مخالفانو په وړاندې وجنګیږي؛ نو دا کار به ګټور تمام شي:

((واقعاً که چېرې د کورنیو چارو وزیر او دولت له خلکو ملاتړ وکړي او وغواړي چې له پولیسو سره یوځای د دښمن پر وړاندې ودریږي؛ په دې کې شک نه شته، هغه نظام چې خلک ترې ملاتړ وکړي؛ هغه نظام قوت پیدا کوي، تاسې وګورئ، اوس مهال خپله خلک له طالبانو ملاتړ کوي؛ که چېرې بهرني طالبان د خلکو له خوا ورته پناه ورنه کړل شي؛ هغوی هلته د فعالیت هیڅ ډول امکانات به پیدا نه کړي.))

له دې وړاندې بیا د غزني د پاڅون کوونکو مشر فیضان الله فیضان ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دوی له پاڅون سره حکومت مرسته ونه کړه او دوی په خپل کار پښیمانه دي.

له دې سره داسې اندیښنې هم شته چې ولسي پاڅونونه کورنیو جګړو ته زمینه برابروي او حکومت باید د دې ډلو په ملاتړ کې محتاط اوسي.

دوی وایي، حکومت باید د دې ډلو د ملاتړ پرځای امنیتي ځواکونه تجهیز او پياوړې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG