د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

په پاکستان کې تر اوږدې مودې وروسته د کريکټ نړېوالې لوبې پيل شولې


په پاکستان کې تر شپږ کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د نړېوال کرېکټ لوبې پيل شوي، چې ددې هېواد د کرېکټ بورډ چارواکيو په وينا، تر دې وروسته به دا لړۍ لا پسې وغځېږي.

د جمعې په ورځ ماښام د پاکستان د پنجاب ايالت د مرکز لاهور په قذافي سټيډيوم کې د پاکستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو ترمنځ لومړنۍ شل اوريزه لوبه وشوه، چې په نتيجه کې يې په پاکستان کې هغه انتظآر ختم شو، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې کاوه.

په پاکستان کې د نړېوالو لوبډلو پرمخ د کرېکټ دروازې هغه وخت وتړل شوې، چې وسله والو په ٢٠٠٩ م کال کې په لاهور کې د سريلانکا پر لوبډلې وسله وال بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د پوليسو او ملکي وګړيو په ګډون لږ ترلږه ٧ کسان مړه او پر يوه څارونکي يا امپاير سربېره پکې ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

زمبابوې د ټيسټ درجې لرونکې لومړنۍ کرېکټ لوبډله شوه، چې د ۲۰۰۹ کال کې د سريلانکا پر ملي لوبډلې تر وسله وال بريد وروسته پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان د شل اوريزو لوبو د لوبډلې کپتان شاهد خان اپريدي تېره ورځ په لاهور کې د يوې خبري غونډې پر مهال د زمبابوې لوبډلې مننه وکړه، چې په مبهم وضعيت کې يې د پاکستان سفر وکړ او دلته يې د نړېوال کرکټ بندې دروازې يې بېرته پرانيستې:

" په لومړي سر کې زه د زمبابوې له حکومت او په ځانګړې توګه ددې هېواد د ملي لوبډلې د لوبغاړو مننه کوم، چې پاکستان ته راغلل او هيله لرم، چې دوى به له دې سفره خوند واخلي."

که څه هم د زمبابوې د کريکټ بورډ د روانې مياشت په پيل کې د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکيو ته ډاډ ورکړى و، چې ډېر ژر به خپله لوبډله دې هېواد ته واستوي، خو د روانې مياشت په ١٣ مه نېټۀ په کراچۍ کې پر يوه مسافر وړونکي بس تر وسله وال بريد وروسته، چې ٤٥ کسان پکې ووژل شول، دغې ټيم پاکستان ته سفر وځنډاوه، چې بيا يې د پاکستاني حکومت تر ډاډينې وروسته يې د نه راتلو پريکړه بېرته واخيسته.

ويل کېږي، چې د پاکستان امنيتي ارګانونو د زمبابوې او پاکستان ترمنځ لوبو لړۍ لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي او ددغې لوبډلې لوبغاړو ته پر مالي امتيازاتو سربېره آن د يوه ولسمشر تر کچې امنيتي پروټوکول ورکول کېږي.

د زمبابوې د کريکټ لوبډله په داسې حال کې پاکستان ته راغلې، چې د د کرېکټ نړيوالې شورا (ICC) په پاکستان کې د خراب امنيتي وضعيت له امله خپل څارونکي د زمبابوې او پاکستان ترمنځ لوبو څارلو لپاره ونه لېږل.

ټاکل شوې، چې د زمبابوسې لوبډله به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال ددې هېواد له کريکټ ټيم سره ٣ يو ورځنۍ او ٢ شل اوريزې لوبې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې پاکستان زمبابوې ته په ٥ ويکټو ماتې ورکړه. دغې لوبې ته د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه د جګپوړو دولتي چارواکيو په ګډون زرګونه نندارچيان ورغلي وو.

​راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG