د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

مستغني: عربي امارات د ایستل شويو افغان سوداګرو په اړه باید معلومات ورکړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له متحده عربي اماراتو نه د افغان سوداګرو د اېستلو موضوع په جدي ډول څېړي.

افغان حکومت ټینګار کوي چې متحده عربي امارات باید د افغان اېستل شویو سوداګرو د شمېر او د اېستلو د وجې په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویاند شکیب مستغني د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی له پیله تر اوسه دغه موضوع په جدي ډول تعقیب کړې ده:

((د افغانستان له خوا تينګار کېږي چې متحده عربي امارات باید د اېستل شویو کسانو د شمېر او د ایستلو د وجې او دغه شان په دې اړه چې که ټول سوداګر نه دي؛ نو څوک دي افغانستان ته جزیات وړاندې کړي.))

مستغني وویل، د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې اېستل شوي افغان سوداګر په هغه شمېر نه دي؛ کوم چې په رسنیوو کې یې په اړه ویل شوي دي او دېری دغه کسان سو داګر نه بلکې کارګران دي چې استوګنه یې په دغه هېواد کې غیر قانوني وه.

نوموړي دغه شان وویل چې په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر تېره اوونۍ په همدې اړه د بهرنیو چارو وزارت ته راغوښتل شوی و او په دې اړه یې د خپل هېواد د چارواکو سره د خبرو ژمنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي؛ په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ټینګار وکړ چې له هېواد څخه یې د دغو افغانانو اېستل سیاسي انګیره نه لري.

څو ورځې مخکې په کابل کې په لسګونه تنه راټول او د ملي شورا د ودانۍ مخې ته یې د اعتراض بڼه یو خیمه ودروله او له متحده عربي اماراتو څخه یې د افغان سوداګرو د اېستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په عین حال کې د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي چې افغان سوداګر نه یواځې په متحده عربي اماراتو بلکه په نورو هېوادونو کې هم نابلل شوي میلمانه دي او باید په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د دغه ټولنې مسوول معروف قادري:

((شپږ سوه سوداګر یې چې ایستلي دي؛ له دې امله موږ باید متحده عربي اماراتو ته عذر و نه کړو چې زموږ سوداګرو ته ځای ورکړئ؛ افغان سوداګر دې خپل هېواد ته راشي؛ خپلې پیسې دې را انتقال او پانګونه دې وکړي؛ له یو خوا یې پیسې په افغانستان کې دوران کوي او د کار اسانتیا برابرېږي او له بله خوا به موږ نور د بهرنیو هېوادونو له احتیاجه خلاص شو.))

تر دې د مخه د کارګرانو یو شمېر ټولنو انتقاد کړی و چې افغان حکومت تر اوسه پورې له عربي اماراتو څخه د افغان سوداګرو د اېستلو په غبرګون عملي اقدام نه دی کړی.

دوی وايي چې متحده عربي اماراتو د ټولو تجارتي او نړیوالو اصولو خلاف او برته له کوم دلیله؛ د شا او خوا شپږ سوه افغان سوداګرو د کار کولو جوازونه لغو کړي او د دوی د اېستلو پرېکړه یې کړې ده.

XS
SM
MD
LG