د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

په عامو ځایونو کې له نشه یي توکي څخه استفاده ستونزې پیدا کوي


ښایي تاسو هم لیدلی وي چې په دې وروستیو کې ډیری معتادین په داسې ځایونو کې نشه کوي چې هلته د خلکو د تګ راتګ سیمه وي، لکه د سړکونو پر غاړه، پارکونو او نورو میله ځایونو کې. له بده مرغه دوی ډله – ډله ناست وي؛ پرسرونو یې پټوګان غوړولی وي؛ دوی خپله څوک نه ویني. خو نور خلک د دوی په ننداره وي او په حال یې افسوس کوي.

په عامو ځایونو کې له نشه یي توکي څخه استفاده او د هغو دودول ډیرې ستونزې پیدا کوي؛ دا چې کومې ستونزې په خپرونه کې پرې غږیږو.

په پیل کې د لوګر اوسیدونکی امان وایي چې نن سبا نشیان د شرم پر ځای په خپل عمل فخر کوي؛ ښکاره د خلکو مخکې ورته ناست وي.

د ځینو کسانو په باور معتادین دومره ډیر شوي چې اوس په پټو ځایونو کې نه ځایږي؛ ځکه خو عامو لارو ته راوتلي.

د پغمان اوسیدونکی امام الدین وایي چې معتاد خو مریض دی؛ هغه په خپله ښه او بده نه پوهیږي؛ کوم کسان چې نشه یي توکي خرڅوي د هغو مخنیوی دې وشي.

محمد عالم بیا په ایران کې معتاد شوی؛ د وایي، په خپل عمل ډیر شرمیږي، له یوې خوا یې اوس په کورنۍ او ټولنه کې د پخوا په څیر قدر او عزت نشته له بله پلوه په خپله هم خپل دې حالت ته ډیر ځوریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG