د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

فريدم هاوس: تېر کال پر خبريالانو تاوتريخوالي د بيان ازادي محدوده کړې وه


فریډوم هاوس [Freedom House] په یوه نوي رپوټ کې ویلي چې تیرکال د داسې قوانینو وضع کیدل چې پر ژورنالیستانو بندیزونه زیاتوي او د ژورنالیستانو په وړاندې تشدد په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي محدوده کړې ده .

په امریکا کې د مطبوعاتو او بیان د ازادې د څارنې د دې نړیوالې ادارې رپوټ نن خپور شوی دی .

په رپوټ کې ویل شوي چې تیرکال د بیان ازادۍ د نړۍ په اتلسو هیوادو کې ډیره محدوده شوې چې اذربایجان، سربیا او عراق یې څو عمده بیلګې دي.

د ازادیو دې نړیوالې څارونکې ډلې چې له امریکا فعالیت کوي، په دې کلني رپوټ کې چې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه دی، د نړۍ د لسو هغو هیوادو نومونه خپاره کړي چې د بیان ازادي محدوده شوې او د خبریالانو په وړاندې له تشدده ډک چلند شوی دي.

د لست په سر کې د اذربایجان ، سربیا او عرا ق نومونه دي . ایران، ترکمنستان ، ازبکستان د روسیې له لوري الحاق شوې کرایمیا او بیلاروس هم په هغو لسو سیمو کې دي چې د بیان ازادي پر ازادۍ بندیزونه زیات شوي او د زیاتو خبریالانو سره ناوړه چلند شوی دی.

فریډوم هاوس وايي، د بالکان په هیوادو کې تیرکال تر بل هرځاي د بیان ازادي په مقدونیه کې ډیره محدوده شوې او دا حالت لا دوام لري.

رپوټ د اذربایجان حکومت هم د بیان او مطبوعاتو پر ازادۍ تر ټولو ستر حمله کونکی ګڼلی دی. دا اداره وايي چې په 2014 میلادي کال کې د اذربایجان حکومت د بیان او مطبوعاتو پر ازادۍ شدیدې حملې کړې دي.

تیرکال په اذربایجان کې د زنداني ژورنالیستانو شمیر نهو ته ورسید.

د اذربایجان حکومت د بیړنیو حالاتو لپاره د قوانینو پر اساس ، تیرکال د یو شمیر مطبوعاتي ادارو دفترونه وتړل. رپوټ د ازاې اروپا/ازادي راډیو د اذرۍ خبریالې خدیجه اسمعیلووا یادونه هم کړې ده .

اسماعیلووا تیرکال په باکو کې ونیول او زنداني شوه .

رپوټ همدا راز په باکو کې د ازادې اروپا/ازادي راډيو د دفتر د تړل کیدو او په غیر قانوني ډول ، د دې ادارې د یو شمیر خبریالانو د نیول کیدو او له هغوي د تحقیق یادونه شوې ده .

فریډوم هاوس وايي، په روسیه کې مطبوعاتي ادارې یا حکومتي دي او یا هم په دوامدار ډول د داسې وګړو او د خصوصي سکټور تر واک لاندې کیږي چې د دې هیواد د سیاسي رهبرۍ سره اړیکې لري. دا په روسیه کې د هغو معلوماتو د خپریدو مخنیوی کوي چې پر حکومتي سیاست د انتقاد په اړه وي.

فریډوم هاوس وايي چې تیر دوبی په روسیې یو قانون توشیح شو چې پر بلاګ لیکونکو او د ټولنیزو رسنیو پر چلوونکو یې محدودیت زیات کړ. دا نوی قانون یوازې هغو ویب پاڼو ته چې په ورځ کې تر 3000 زیات کتونکي لري، د فعالیت د رسمي ثبت اجازه ورکوي.

فریډوم هاوس وايي: اوکرایین چې د روسیې له لوري د پوځي اشغال د ګواښ سره مخامخ دی، مجبوره شوی چې د روسیې د لږترلږه 15 ټلویزیونو خپرونې چې د کیبلي شبکو په مرسته لیدل کیدې، بندې کړې دي.

فریډوم هاوس همدا راز د تاجکستان په لرې پراته ولایت بدخشان او د روسیې لخوا په الحاق شوې کرایمیا کې د ازادو مطبوعاتو د فعالیت په اړه اندیښنه څرګندوي او وايي چې په دې سیمو کې په څرګند ډول لیدل کیږي چې د حکومتونو بندیزونه او سخت چلند څرنګه د ازادو خبریالانو د فعالیت مخنیو کولای شي.

د سربیا پر صدارعظم هم په دې رپوټ کې د دې لپاره نیوکې شوې چې خبریالانو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې په دې هیواد کې د سیلابونو له امله د رسیدلو زیانونو په اړه رپوټونه جوړ کړي. فریډوم هاوس ویلي چې په سربیا کې د ازادو خبریالانو په وړاندې په زیاتیدونکې ډول، ناوړه او سختګیرانه چلند کیږي.

XS
SM
MD
LG