د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

یقین: د فولبرایټ لپاره هغه ځوانان غوره کیږي چې د افغانستان د خدمت جوګه وي


په کابل کې د امریکا سفارت یو شمېر کارکوونکي وايي چې د فولبرایټ زدکړو لپاره ځوان رهبران غوره کوي؛ کوم چې تر زده کړو ورسته افغاني ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

په امریکا کې فولبرایټ یا "تر زده کړو ها خوا په تحصیلي پروګرام" کې په سلګونه افغان ځوانان خپلې روښانه راتلونکې ته هیله من دي.

په کابل کې د امریکا سفارت یو شمېر کارکوونکي وايي چې د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په برخه کې د دغه هیواد د فولبرایټ تحصیلي بوروسنه د افغان ځوانانو د ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې ډېر مهم او اغیزمن دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د فرهنګي چارو کارپوه ارش یقین ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړي مرکه کې وویل چې د فولبرایټ لپاره د اشخاصو د غوراوي په برخه کې ډېر دقت کیږي:

"موږ د فولبرایټ زدکړو لپاره ځوان رهبران غوره کوو؛ هغه کسان چې کله له دې ځای څخه ځي او بېرته راستنېږي؛ نو د افغاني ټولنې لپاره د خدمت جوګه شي."

د ښاغلي یقین په وینا، تر ۲۰۰۳ زېږدیز کال ورسته کله چې د امریکا متحده ایلاتو په کابل کې بیاځلي خپل سفارت پرانیست تر اوسه ۴۵۰ کسه افغان محصلان د فولبرایټ زده کړو لپاره دغه هېواد تللی چې شا او خوا ۳۰۰ تنه یې تر زده کړو ورسته بېرته راستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه پروګرام له مخې هر کال ۷۷ افغان محصلان د ماسټرۍ او درې کسه د ډاکټرۍ په برخه کې د زده کړو لپاره دغه هېواد ته سفر کوي.

د یادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې امریکا ته د افغان ځوانانو د تحصیلي بروسونو په برخه کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي.

په عین حال کې د افغانستان د لوړ زده کړو وزارت هم په توله کې د افغان ځوانانو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په ځانګړي ډول د فولبرایټ زده کړو په برخه کې د دغه هېواد هڅو هر کلی کوي.

د لوړ زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش د جمعې په ورخ په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"دا د افغانستان د بشري ځواک په پیاوړتیا کې ډېر تاثیر لري او په دې برخه کې چې کوم کسان هلته تللي او بېرته راغلي او اوس په کورنیو او نړیوالو ادارو او د افغانستان په وزارتونو کې کار کوي؛ خپل اغیز یې درلودلی دی."

د چارو کارپوهان وايي چې په تحصیلي برخو کې بهر ته د افغان ځوانانو تلل ښه دي؛ خو دغه چارې هغه مهال ښې اغیزمنې ثابېتېدلی شي چې راستنو شویو کادرونوو ته په پوهنتونونو، د لوړلو زدکړو په موسسو او تعلیمي مرکزو کې د تدریس ښه زمینه برابره شي؛ تر څو نور یې هم له پوهې برخمن شي.

XS
SM
MD
LG