د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې ٢٢ وسله وال وژل شوي


د پاکستان پوځي مقامات ډيورنډ کرښې ته څېرمه په شمالي وزيرستان کې په تازه هوايي بريدونو کې په دغه سيمه کې مېشتو ترهګرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR د چهارشنبې په ورځ په يوه خپور کړي بيان کې ويلي چې د دغه هېواد هوايي ځواک د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د مېشتو ترهګرو پر مرکزونو هدفي هوايي بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٢٢ وسله وال وژل شوي.

دوى وايي، په دغو بريدونو کې يې د ترهګرو ګڼ مرکزونه له منځه وړي او په خبره يې چې په وژل شويو کې ډېرى بهرنيان هم دي، خو د هويت په اړه يې لاتردې دمه څه نه دي ويلي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم او غږ نه خپرلو په شرط ازادۍ راډيو ته وويل چې د پاکستان هوايي ځواک ترهغې وروسته په دته خېلو کې بريدونه کړي چې د چهارشنبې په شپه په دغه سيمه کې د وسله والو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ سخته نښته شوې وه چې په نتيجه کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

پاکستاني پوځيانو په داسې حال کې په شمالي وزيرستان کې د هوايي بريدونو او د ترهګرو د وژلو خبر ورکړى چې څو ورځې وړاندې يې دغه سيمه له ترهګرو پاکه بللې وه.

په عين حال کې څو ورځې وړاندې د شمالي او جنوبي وزیرستان په سرحدي سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو په پايله کې کې د حقاني شبکې یو مهم قومندان فاروق ځدراڼ وژل شوی او نهه نور ژوندي نیول شوي وو.

پاکستانيو ځواکونو د تېرميلادي کال له جون راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې تر دې دمه په کې د څه دپاسه ١٢٠٠ وسله والو د وژلو ادعا کوي او همداراز وايي، چې ددې سيمې ٨٠ سلنه برخه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.

خو د شمالي وزيرستان ځايي او خپلواکو سرچينو لا تر دې دمه په دغو عملياتو کې د پاکستاني پوځ د ادعا پخلى نه دى، ځکه چې دوى سيمې ته خبريالان نه ورپرېږدي.

د يادونې وړ ده، چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو له امله لسګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او د خيبر پښتونخوا ايالت په بېلابېلو سيمو کې مېشت شوي وو، چې د روان کال د مارچ مياشتې راهيسې يې د بېرته ستنېدو لړۍ پيل شوې ده.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG