د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

په سعودي کې به د افغان کارګرانو د ویزو ستونزه اواره شي


د افغانستان د جمهوري ریاست تازه خپره شوې اعلامیه وايي چې په سعودي عربستان کې به د افغان کارګرانو د ویزو ستونزه اواره شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د سعودي عربستان یو لوړ رتبه دولتي پلاوي په دې هکله په کابل کې جمهور ريیس اشرف غني ته ډاډ ورکړی دی.

که څه هم په افغانستان کې د کار د نشتوالي او د وزګارو په شمېر کې د زیاتیدوله امله، شکایتونه کم شوي نه دي خو د جمهوري ریاست تازه خپره شوې اعلامیه وايي چې په سعودي عربستان کې به د افغان کارګرو پر ویزو د ممنوعیت ستونزه اواره شي.

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت سرپرست واصل نورمهمند د چهارشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، د سعودي عربستان د کار او ټولنیزو، کورنیو او بهرنیو چارو او بشري قواو د وزارتونو یو ګډ پلاوي په کابل کې له جمهورريیس اشرف غني سره د لیدو پر مهال ډاډ ورکړی چې په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو پرکارکولو بندیزونه لیرې شي:

″کابل ته د سعودي عربستان د پلاوي راتګ، سعودي ته د جمهور ريیس غني د تللو او هلته د سعودي له پاچاسره د ده د لیدو نتیجه وه.

ښاغلي غني له مقابل لوري غوښتي و چې د افغانانو د کارکولو پر ویزو دې ممنوعیت لیرې شي.

سعودي پلاوي د افغان کارګرانو وضعیت ارزیابي کړ او مشاهدات ېې له ځانونو سره یوړل.″

ښاغلي مهمند وویل، سعودې پلاوي افغانستان ته د اوه ورځني سفر په لړ کې، په کابل او مزار کې د افغان کارګرانو د حرفه ېې زده کړو ټول مرکزونه کتلي او د دې مرکزونو حرفې يې د سعودي عربستان د ساختماني، کرنیزو چارو، مالدارۍ او ځینو نورو پروژو سره سمې ګڼلي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله ښيي چې سعودي عربستان په خپل هېواد کې د افغان کارګرو د استخدام په هکله اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې افغان کارګرانو نه شول کولای چې د افغانستان په پاسپورټ په هغه هېواد کې واوسیږي او کار په کې وکړي.

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه دغه هڅې ستایي او وايي، له دې سره به افغان کارګر وتوانیږي چې په سعودي عربستان کې په قانوني توګه کار وکړي:

″دا یو نیک ګام دی، له دې سره به په سعودي عربستان افغان کارګران په ډاډ سره کار وکړي، خو له افغان حکومته هیله ده چې د حرفو د زده کړو مرکزونه زیات او د وخت او مارکېټ ضرورت په کې په پام کې ونیسي.″

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په سعودي عربستان، قطر، دبۍ او ځینو نورو عربي هېوادونو کې څه کم څلور لکه او پنځوس زره افغان کارګران کار کوي چې شاوخوا نیمايي یې په افغاني پاسپورټونواو نور یې پاکستاني پاسپورټونه لري.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG