د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

له دندو لیرې شوي چارواکي لا هم دولتي نقلیه وسایط کاروي


راپورونه وايي، داسې وزیران، والیان او لوړ پوړي دولتي چارواکي شته چې اوس مهال رسمي دندې هم نه لري خو د حکومت نقلیه وسایط او داسې نور امکانات یې په واک کې دي.

له دې جملې څخه ځینو ازادۍ رادیو ته وویل چې د معتبرو حکمونو په اساس دغه امکانات دوي ته ورکړل شوي دي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، له دولتي وسایطو څخه شخصي ګټه اخیستنه اصولي عمل نه دی او حکومت باید د ملت پر بودجې اخیستل شوي وسایط له دغو کسانو څخه ترلاسه کړي.

ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي چې اوس مهال دولتي دندې نه لري، دا مني چې اوس یې هم یو شمېر دولتي نقلیه وسایط په واک کې دي.

دغه دولتي نقلیه وسایط دوې ته، د دندو پر مهال ورکړل شوي وو.

خو وروستی خبرونه وايي چې دې کسانو اوس هم دغه دولتي نقلیه وسایط دولت ته نه دي سپارلي.

له دې چارواکو څخه چې اوس مهال دولتي دنده نه لري، یو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانی رييس فضل احمد معنوي دی.

دی وايي، د پخواني جمهور ريیس حامد کرزي د یوه حکم په اساس، یوه عراده نقلیه واسطه د ده په واک کې ورکړې. ښاغلی معنوي په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″د کمیسیون پر پیشنهاد او د وخت د جمهور ريیس د یوه فرمان په اساس، تر هغه چې دی په نوې دنده ګمارل کیږي، له دې امتیازاتو څخه دې ګټه واخلي.

هو، د همدې فرمان په اساس له یوه دولتي موټره استفاده کوم.″

راپورونه وایي، په لسګونو دولتي لوړ پوړي کسان چې پخواني وزیران، والیان او ځیني نور په کې شامل دي، پرته له دې چې اوس مهال کومه رسمي دنده ولري د حکومت لوکس او زرې نقلیه وسایط کاروي.

په دې کسانو کې هغه وزیران هم شامل دي، د ملي یووالی د حکومت له جوړیدو وروسته له دندو ګوښه شوي دي.

راپورونه دا هم وايي چې داسې پخواني لوړ پوړي چارواکي هم شته چې څو کاله مخکې له دندو لیرې شوي، خو دولتي موټر اوس هم ورسره دي.

راپورونه د فراه پخواني والی محمد عمرشیرزاد هم په ګوته کوي او وايي چې نوموړی اوس مهال رسمي دنده هم نه لري خو د فراه ولایت دوه نقلیه واسطې ″یوه زرې او بله ساده وسایط″اوس هم له ده سره دي.

ازادۍ رادیو هڅه وکړه چې له ښاغلي شیرزاد سره په دې اړه مستقیمي خبرې وکړي، خو اړیکي ورسره ټینګ نه شول.

په دې هکله مود فراه ولایت اداري ريیس انجنیرمبین وپوښت، ده وویل، په دې هکله اقدامات شوي دي:

″پخواني والي صاحب سره د ګلولې ضد موټرو، هغه يې د ترمیم لپاره هرات ته وړی و، اوس ترمیم شوی دی، له ورایه معلومیږي چې دولتي موټر دی، انتقال یې خطر لري، قطار ته منتظر یو چې رایی وړو.

بل موټر په کابل کې ورسره و، هغه یې معتمد ته په کابل کې سپارلی.

له والي صاحب سره دوه موټر وو، دواړه يې تسلیم کړي دي.″

په دې برخه کې مو په ګوته شویو ټولو چارواکو ته بیا بیا تیلیفونونه وکړل خو، له یوه نه موهم ځواب وانه خیست.

ځیني خلک وايي، یو شمېر پخواني لوړ پوړي چارواکي کلونه کلونه کیږی چې رسمي دندې نه لري خو د دولت له امکاناتو استفاده کوي.

د ولسي جرګې ځیني غړي دا عمل اصولي نه ګڼي او وايي چې دا نقلیه وسایط د ملت مال دی او قانون اجازه نه ورکوي چې ځیني واسطه لرونکي او زورور افراد او اشخاص دې ځینې شخصي ګټې واخلي.

د ولسي جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″زه ډیرداسې دولتي چارواکي پیژنم چې له یوه کال راهیسې په کور کې ناست دي، مګر دولتي امکانات يي تر اوسه په لاس کې دي، ځیني کسان چې له دندې لیري کیږي ځان زورور بولي.

دا امکانات د ملت دي د چا شخصي نه دي، دا ډول خلک دې اخلاقاء دا وسایط خپلو ادارو ته وسپاري او له جمهور ريیسه هم هیله ده چې په دې اړه اقدام وکړي.″

د افغانستان جمهورريیس اشرف غني او اجرایي ريیس عبداله عبداله، هم د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال او هم د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو وروسته ژمنې کړي چې، د هر ډول غیر قانوني عمل مخه به ونیسي.

دا چې حکومت څنګه له پخوانیو حکومتي چارواکو څخه چې اوس مهال رسمي دندې هم نه لري، تر اوسه دغه نقلیه وسایط نه دي اخیستي.

په دې اړه مو د جمهوري ریاست چارواکي وپوښتل، د جمهور ريیس ویاند اجمل عبید عابدي وویل:

″حکومت په دې هکله جدي دی او ټولو ارګانونو ته یي امر کړی چې په دې هکله پلټنې وکړي او ټول دولتي نقلیه وسایط له خلکو ستانه کړي.″

کارپوهان وايي، افغانستان یو بې وزله هېواد دی او یو لړمهمې چارې یې تر ډیره حده په بهرنیو مرستو پرمخ ځي خو اکثرو ارګانونو ته یې دومره لکس نقلیه وسایط او لوازم اخیستل شوي چې د نړۍ د ډیرو پرمختللو هېوادونو له موتړو او لوازمو سره سیالي کوي.

دوې تاکید کوي چې حکومت دې تر ممکنه حده د ګرانو او لکسو موتړونو او همدا رنګه د غیر ضروري او قیمتي لوازمو له اخیستلو ډډه وکړي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG