د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

په سږني ژمي کې کم اورښت او د راتلونکي کال لپاره يي اندیښنې


د افغانستان د کرنې وزارت وايي، په سږني ژمي کې د واورې نه اوریدو ته په کتو ښايي په راتلونکي لمریزکال کې خلک له جدي ستونزو سره مخامخ وي.

د دې وزارت سلاکارد چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، که چېرې د ژمي په وروستۍ میاشت کې هم ورښت نه وي نو په للمو کې به غنم ونه کرل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره هم د نه اورښت په اړه اندیښنه لري او وايي، ممکن په ۱۳۹۴ کال د وچکالۍ له امله ستونزې رامنځته شي.

په سږني ژمي کې کم اورښت سرله اوسه د افغانستان د کرهنې وزارت او د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې اندیښنې راپارولي دي.

د کرنې وزارت سلاکارمیرداد خان پنجشیري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، هیڅ وخت داسې د اورښت کمښت په هېواد کې نه وو راغلي، په سږني ژمي کې یواځې د څو محدودو ولایتونو په غرونو کې اورښت شوی دی.

د نوموړي په وینا د کم اورښت له امله ښايي راتلونکي کال یو شمېر کسان د وچکالۍ له ویرې کډې کولو ته اړشي:

″که همداسې دوام وکړي نه یواځې د کرنې مساله ده بلکې له ښارونو او کلیو څخه به څومره کډې وشي الله ″ج″ دې رحم وکړي چې باران وشي، موږ اوس هڅه کوو چې همغږي رامنځته شي، سږکال د نه وریدو له امله اندیښنې زیاتې شوي دي دولت باید تصمیم ونیسي که همداسې دوام وکړي زما له نظره کرنه خو پریږده د څښاک لپاره به هم اوبه په ستونزو پيداکیږي.″

د افغانستان د کرهنې وزارت سلاکار وايي، که چیرې په راتلونکې میاشت کې اورښت ونشي نو په ۱۳۹۴ کال به یو میلیون ټنه غنم ونه کرل شي.

د کرهنې وزارت د شمېروله مخې په هېواد کې شاوخوا درې عشاریه پنځه میلیون هکتاره د اوبو ځمکې دي چې له دې جملې څخه په دوه عشاریه دوه میلیون هکتاره کې یې کښت کیږي.

همدارنګه په هېواد کې شاوخوا درې عشاریه اووه میلیون هکتاره للمي ځمکې هم دي چې په مستقیم ډول د ورښت له کچې سره تړاو لري، که کال باراني وي خلک خپل للمي ځمکې کري او که باراني نه وي په دغو ځموکې کښت نه کوي.

د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې عالي اداره هم وايي، که په ژمي کې واورې او بارانونه ونه اوري نو راتلوونکي کال کې به خلک له ډېرې سختې وچکالۍ سره مخامخ شي.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس ازادۍ راډیو ته وویل چې وچکالي نه یواځې په فصلونو بلکې د خلکو د ژوند په نورو برخو هم بدې اغیزې کوي:

″واقعا مشکل ده چې واوره کمه وي یا نه وي په نوي کال کې احتمالا په ځيني ولایتونو کې به خوراکي مواد او همدارنګه د څارویو لپاره واښه کم شي او له دې امله به یوڅه ستونزې رامنځته شي.″

ښاغلي سیاس زیاته کړه چې د وچکالۍ له امله د احتمالي ستونزوله رامنځته کیدوڅخه د مخنیوي په خاطر به له ملي او نړېوالو همکارانو سره ګډې هڅې وکړي.

په دې هکله موغوښتل چې د افغانستان د هوا پیژندنې له ادارې سره هم خبرې وکړو او په پاتې ژمې کې د اورښت په هکله له دوی څخه معلومات واخلو خو له پرله پسې اړیکوو سره، سره ونه توانیدو چې د دوی نظر ترلاسه کړو.

د کرهنې په برخه کې ځیني کارپوهان هم وايي چې کرهنه د یوې ټولنې په اقتصاد کې مهم رول لري د دوی په وینا که چیرې وچکالي راشي د کرهنې له پلوه ګڼ شمېرخلک له اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي د ځمکو حاصلات یې کمیږي کډوالۍ ته اړ کیږي اوان په ځینو حالاتو کې مجبوريږي چې خپل جایدادونه وپلوري.

دغه کارپوهان وايي، که چیرې کال همداسې وچ تېر شي نو دولت باید د رامنځته کیدونکو ستونزو د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسي.

XS
SM
MD
LG