د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

ایوب زاده: په موقت ډول دې ښځو ته د ولسوالیو په شوراګانو کې څوکۍ ورکړل شي


 محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د ملي وحدت له حکومت غواړي چې د ولسوالیو په شوراګانو کې دې په موقت ډول ښځو ته اختصاصي څوکۍ ورکړي.

د دې بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل، اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو سره امکان لري چې په یو شمېر ولسوالیو کې ښځې د ولسوالیو شواګانو ته ځانونه کاندید نه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له جمهوري ریاست سره خبرې رواني دي، څو د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات په یوځای ترسره شي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ د انتخاباتو کمېسیون له دې اعلان نه د هرکلي ترڅنګ وايي چې د افغانستان اوسني امنیتي او کلتوري وضعیت ته په کتو داسې ښکاري چې په ځینو ولسوالیو کې ښځې د ولسوالیو شوراګانو ته ځان کاندید نه کړي.

د دې بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ په یوې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د وضعیت تر سمېدو په موقت ډول ښځوته د ولسوالیو په شوراګانو کې اختصاصي څوکۍ ورکړي:

″په ریښتیا هم ډېره ستونزمنه ده چې په ولسوالۍ کې یوه ښځه په ازاد ډول فعالیت او سیاست وکړي او په ازاد ډول خپل نظر څرګند کړي، نو حالاتو ته په پام سره زه فکر کوم چې اړتیا لیدل کېږي چې موږ اختصاصي څوکۍ ولرو، خو دا باید تل نه وي دغه یو موقت تصمیم دی ترڅو هغه توازن چې د ښځو او نرانو په منځ کې باید رامنځ ته شي مراعات شي.″

ښاغلي ایوب زاده وویل، چې حکومت دې د راتلونکو انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې امنیت خوندي کړي او د ولسوالیو په انتخاباتو کې دې د ښځو د ګډون لپاره حقوقي چوکاټ رامنځ ته کړي.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایې ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، حکومت ژمن دی چې د ولسوالیو د شوراګانو په ګډون په مقننه قوه کې ښځوته ونډه ورکړي.

ښاغلي فیصل ازادۍ راډیو ته وویل، که چېرې په ځینو ولسوالیو کې ښځو د ولسوالیو شوراګانو ته لاره ونه موندله، نو په ممکنه لارو به غور وشي، څو د ولسوالیو په شوراګانو کې ښځو ته د ګډون حق ورکړل شي:

″په ټولو فرصتونو باندې کار کوو او له ټولو موقعو نه استفاده کوو، ولې لومړی انتخاب به دا وي چې ښځې خپله په دې ډیموکراټیکه پروسه کې برخه واخلي او د انتخاباتو له لارې د خلکو استازیتوب وکړای شي، خو که دې لارې نتیجه ورنه کړه ټول هغه فرصتونه چې په لاس کې لرو له هغو څخه استفاده کېږي ترڅو د ښځو ونډه جوته ووسي.″

د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د انتخاباتو تابیه نیول کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د یادو انتخاباتو د دقیقي نېټې، مالي امکاناتو او امنیت په اړه له جمهوري ریاست سره خبرې رواني دي او په دې اړه یوه طرحه ولسمشرته سپارل شوې ده.

د امکاناتو کموالی، په هېواد کې امنیتي ستونزې، مالي مشکلات او د نفوس د دقیقې احصایې نه موجودیت د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې تر ټول سترې ننګونې دي.

کارپوهان وايي، باید د افغانستان انتخاباتي نظام د پردیو او غیرمسوولو کسانو له لاس وهنې خوندي وساتل شي، ترڅو په انتخاباتو دخلکو باور لازیات شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG