د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

د میرمنو شبکه: د ولسوالیو په انتخاباتو کې دې ۲۵ فیصده برخه راکړل شي


د افغانستان د میرمنو شبکه له افغان حکومته غواړي چې د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې دې، ځای ورکړي.

که څه هم تر اوسه د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نیټه نه ده ځانګړې شوې خو د افغانستان د میرمنو شبکه وايي چې په دې انتخاباتو کې دې ښځوته پنځه ویشت فیصده برخه ورکړل شي.

دوې دا غوښتنه د چهارشبنې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې له حکومته وکړه.

د دې شبکې یوې غړې سمیراحمدي ازادۍ رادیوته وویل، ښځې د هېواد د نفوسو پنځوس فیصده برخه جوړوي او د ملي یووالي حکومت باید دوې ته د هېواد په ټولو تصامیمو کې ونډه ورکړي:

″موږ د ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د پنځه ویشت فیصده مشارکت غوښتونکې یو.

په پام کې ده چې دا انتخابات په راتلونکي کال کې وشي.

له دولته غواړو چې دې مشارکت ته زمینې برابرې کړي او له خلکوهم غواړو چې په دې پروسه کې د ښځو د ګډون مانع نه شي.″

په دې ناسته کې د ملي شورا، د بشري حقونو، مدني ټولنو او دولتي ادارو یو شمېر ښځو ګډون کړی و.

د ملي شورا ځینو غړیو او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو وویل، د افغانستان ښځو په تیروانتخاباتو کې پوره برخه اخیستې او دا د دوې حق دی چې د ولسوالیو په انتخاباتو کې برخه ورکړل شي.

د دوې له غوښتنو وروسته د جمهوري ریاست د ښځو د چارو مسوولې نوریه حق نګر وویل، د جوړې شوې غونډې غوښتنې به تر جمهوري ریاسته ورسوي.

دې دا هم وویل، حکومت له ښځو سره همکارۍ ته ژمن دی:

″زه د افغانستان دغو درنو میرمنو ته د حکومت جدي او صمیمانه ملاتړ اعلانوم.

د ملي یووالی حکومت نه یوازې دا چې دا حرکت ستایي بلکې د ټولنې په هر پرمختګ کې به د ښځو ملاتړ وکړي.″

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې ویل کېږي د هېواد روان امنیتي وضعیت او دې انتخاباتو د بودجې کموالی کېدای شي چې د ولسوالیو د شوراګانو پرانتخاباتو اثر وکړي.

کارپوهان وايي، د افغانستان ښځوپه ملي شورا، حکومتي ادارو او مدني ټولنه کې ثابته کړه چې د هېواد په ټولو سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي چارو کې فعالیت کولای شي.

راپور: خان محمد سیند.

XS
SM
MD
LG