د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

"د ازبکستان د ولسمشر لور په رشوت اخیستو تورنه شوې"


د ناروې د تجارت وزارت ته يوې نا معلومې خوا تفصيلي اسناد لېږلي دي چې له مخې يې د موبايل یو شرکت د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف کورنۍ ته رشوت ورکړی دی.

دوه ورځې وروسته له دې چې د ازبکستان د مخابراتو د تر ټولو لوی شرکت ټیلینور چارواکو وویل چې دوی د اداري فساد کوم دلیل نه دی میندلی؛ هغه اسناد چې د ناروې د سوداګرۍ وزارت ته سپارل شوي؛ ادعا کوي چې د "ويمپیلکام" په نامه د موبایل نارویژي کمپنۍ چې د ازبکستان ټیلینور شرکت هم په کې شریک دی؛ باید د میلیونو ډالرو رشوت په هکله ښايي خبره وای.

د ناروې د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغې نوې ادعا اسناد یې وروسته له دې چې له یوې نامعلومې خوا ترلاسه کړل؛ د تیرې سه شنبې په ورځ یې ټیلي نور شرکت ته سپارلي دي.

دغه اسناد څرګندوي چې ویمپیلکام کمپنۍ چې ټیلینور شرکت یې د درېیمې برخې مالک دی؛ په "جبل الطارق" کې له یوې کمپنۍ سره چې ویل کیږي د ازبکستان د جمهور رییس د لور ده د پیسو راکړه ورکړه کړې.

ويمپلکام شرکت چې په امسترډام کې موقعيت لري په ازبکستان کې د دې شرکت د کاروباري چلند لپاره؛ د نيدرلېنډ، امريکايي او سويس چارواکو تر پلټنه لاندې دی.

د ويمپلکام شرکت وياند "بابي ليچ" په یوه ايمېل کې د آزادي راډيو مرکزي څانګې ته ویلي چې موږ د هغو تورونو په اړه چې د يوې نامعلومې سرچينې له خوا پر ويمپلکام لګول شوي دي؛ څه نه وايو.

هغه زياته کړه چې ويمپلکام په بشپړه توګه له ټولو چارواکو سره مرسته کوي چې په دې اړه پلټنې کوي او د دې چارواکو له خوا غوښتل شوي؛ ټول معلومات ورسره شريکوي.

بله خوا بيا د سويډن څارنوالان په خپلو جلا څېړنو کې ادعا کوي چې په ۲۰۰۷م کال کې د دې هيواد د "تيليا سونيرا" په نامه مخابراتي شرکت په جبل اطارق کې "تاکيلانت" په نامه شرکت ته ۲.۳ بليونه سويډني کرونه يا ۳۵۸ میليونه ډالر ورکړي وو.

دا شرکت يو وخت د ازبکستاني ولسمشر د لور "ګلنارا" ملکيت و چې اوس په خپل کور کې نظر بنده ده.

ويمپلکام ويلي چې پخوا يې له تاکيلانت سره کاروبار کړی دی.

ټلينور شرکت ويلي چې د نامعلومه سرچینې له خوا رالېږل شويو اسنادو په اړه له احتياطه بايد کار واخيستل شي او په ټوله کې داسي ويل کېدای شي چې دا کار د ټلينور د بې اعتباره معرفي کولو لپاره شوی دی؛ په ځانګړي توګه په داسې جدي حالت کې چې ويمپلکام په ازبکستان کې پانګوونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG