د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

په افغانستان کې ۴۰سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي


په افغانستان کې د یونسف د ادارې مسولین وايي؛ دوی د ټوله افغانستان په سطحه د خوارځواکۍ د له منځه وړلو لپاره د تشخیص مرکزونه جوړ کړي او د خوارځواکۍ په ناروغي اخته ماشومانو ته خوراکي مواد هم ویشي.

په کابل کې د یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق ویاند عزیز فروتن د شنبې په ورځ آزادی راډيو ته وویل چې دا مهال څلویښت فیصده افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

ښاغلی فروتن وايي، د خوارځواکۍ مسالې ته باید په افغانستان کې لومړیتوب ورکړل شي.

"زموږ څيړنه دا ښیي چې په افغانستان کې په سلو کې څلویښت ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. دا یوازې دا نه دی چې د دوی جسامت به وده ونه کړي؛ بلکې زموږ ماشومان به ذکاوت هم و نه لري. باید ډیرې هڅې وشي څو ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ نه شي او دا باید زموږ په لومړیتوب کې وي."

عزیز فروتن همدا راز وویل، د مخکینیو کلونو په مقایسه په افغانستان کې دا ستونزه تر یو حده کمه شوې؛ خو په خبره یې خوارځواکي لا هم د افغان ماشومانو پر وړاندې یوه جدي مساله ده.

نوموړي وویل، په خوارځواکۍ اخته ماشومان په ټوله افغانستان کې شته. خو په فراه، بدخشان او یو شمیر جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونه کې یې شمیر زیات دی.

ډاکټران وايي چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ عمده عوامل فقر او ناروغي ده.

د ماشومانو او داخلې د برخې متخصص؛ ډاکټرعبدالسلام ریان آزادي راډیو ته په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د عواملو په باب وویل:

"خوارځواکۍ په درې برخو کټګوري کیدای شي. په فامیلو پورې چې کوم اسباب اړه لري، هغه د فامیلونو د شمیر زیاتوالی دی. دغه راز غیر صحي کوټې یا چاپریال او ځینې ناروغۍ هم شته."

خو دا ټول لاملونه یوازې د ماشومانو په ناسمې ودې او خوارځواکۍ کې دخیل نه دي.

د روغتیا د برخې کارپوهان وايي؛ په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ تر څنګ د میندو ناسم پوهاوی او جنګ جګړو هم د ماشومانو پر ودې او روغتیا ناوړه اغیز کړی دی.

دوی سپارښتنه کوي چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته تر دوو کلونو پورېد مور شیدې ورکړي او له دولت څخه هم غواړي چې په دې برخه کې لازم اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

XS
SM
MD
LG