د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

"د ککړې هوا له امله په کابل کې یوشمېر خلک په ناروغیو اخته شوي"


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي د هوا پر ککړتیا اندیښمن دی او وایي چې له امله يې ګڼ خلک په ناروغیو اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د هوا پر ککړتیا اندیښنه ښيي چې په دې وروستیو کې شمیر کابل ښاریان؛ په مختلفو موسمي ناروغیو اخته شوي دي.

د دې وزارت چارواکي وايي چې که دهوا د ککړتیا کمولو ته اقدام ونه شي؛ روانې موسمي ناروغۍ به د نورو ناروغیو د خپرېدو سبب شي.

د دې وزارت د مربوطې څانګې مشر امان اله حسیني ازادي راډیو ته وویل؛ دا ناروغۍ کیدای شي حتی د سرطان په ناروغیو واوړي:

"بې کیفیته نفتي مواد چې سوځي؛ مواد یې له اوبو او هواسره ګډیږي، که بدن ته ننوزي، سرطاني ناروغۍ رامینځته کوي؛ پر امیندوارو ښځو او ماشومانو ناوړه اغیز کوي او زړه او حافظه کمزورې کوي."

ښاغلي حسیني د چاپیریال دهوا او اوبو د ککړتیا د کمولو په برخه کې د دولت له همکارو ادارو وغوښتل چې د روانې ستونزې مخنیوي ته دې ګډې هڅې وکړي.

ده پر خلکوهم غږ وکړ چې د ځانونو؛ چاپیریال، کور او کوڅو پاکو ساتلو ته دې زیات پام وکړي.

خلک وايي، دا ناروغي موسمي ده او د واورې یا باران له اورېدو سره به، هوا صافه او دغه ناروغي به کمه شي.

د عامې روغتیا مسوولین وایي، په دې موسم کې د هوا حرکت کم وي؛ مضر ګازونه په هوا او اوبو کې پاتې کیږي او د انسان بدن ته د خوراک، څښاک او یا د سا اخیستو په وخت کې ننوزي چې د ناروغۍ سبب یې ګرځي.

کابل ښاریان هم شکایت کوي چې د هوا اوبو د ککړتیا له امله په ناروغیو اخته شوي دي.

خیرالله، محمدعارف اوشرف الدین ازادي راډیو ته وویل:

"ذکام، تبه او سردردي زیاته شوې؛ زه څو ورځې همدې ناروغۍ نیولی وم؛ په کور کې لمسی هم ناروغ دی؛ ډاکتر ته مې بوتلو.

هوا وچه ده، باران نشته، د همدې له وجې ناروغي زیاته شوې ده.

ښار له کثافاتو ډک دی، واوره هم ونه اورېده، همدغه سبب دی چې ناروغي یې خپره کړې ده."

افغان مشهور منجم عبدالله کندهاري ازادي راډیو ته وویل؛ د ده د څېړنو له مخې د جدي په شبږ ویشتمه به اورښت وشي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي؛ په کابل ښار کې د خلکو او موټرو مخ په زیاتیدونکي ګڼه ګوڼه؛ په نقلیه وسایطو کې د بې کیفیته تیلو کارول؛ د شنو ساحو کموالی او د چاپیریال ککړتیا هغه څه دي چې د کابل ښار پر هوا او اوبو یې منفي اثر کړی دی.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې یوه مسوول عزت اله صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ د شته ستونزو کمولو ته يې د حکومت د ځینو ارګانونو په همکارۍ هڅې تیزې کړي دي:

"د بې کیفیته تېلو د وارېدېدو مخه دې ونیول شي؛ کابل ترافیک د زړو موټرو چلند کنټرول کړي او د پاکو اوبو لپاره دې پروژې پلی او د کانالیزاسیون غم دې وخوړل شي."

کارپوهان د کابل ښارد اوبو او هواد ککړتیاو کمولو ته د دولت له مربوط ادارو غواړي چې په ګډه سره دې تدابیر ونیسي څو روانه ستونزه له دې زیاته خطرناکه نه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG