د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

تولیدي فابریکې د اساسي برښنا پرته نه جوړیږي


نجیب الله الوخېل

د خوست سوداګر او پانګوال وايي، که دې ولایت ته وارداتي برښنا راشي، نو دوی به په خوست کې د تولیدي فابریکو په جوړولو پانګونه وکړي.

هغوی زیاتوي، چې په خوست کې شته برښنا له یوې خوا دوامداره نه ده او بل لوري ته يې بیه دومره لوړه ده، چې په دې برښنا به تولید شوي توکي هیڅ ګټه ونه لري.

بل لوري ته د خوست ولایت چارواکي وايي، چې دا موضوع يې اړوند وزارت او په خپله ولسمشرته وړاندې کړې او دوی هیله من دي، چې په راتلونکې یو نیم کال کې به خوست ته وارداتي برښنا راولیږدول شي.

د خوست سوداګر او شتمن خلک وايي، سره له دې چې خوست د کاروبارله پاره ښه او مناسبه اب وهوا لري، امنیت يې هم ډاډمن دی او د پانګوالو سرمایه هم په کې خوندي ده، خو بیا هم د برښنا د نشتون له کبله دوی زړه نه ښه کوي، چې خپلې پانګې د بهره خپلې سیمې ته راولیږدوي او په دې توګه لږترلږه د پلاستیکي توکو، رخت یا ټوکرو او خوراکي شیانو وړې، وړې فابریکې جوړې کړي، چې هم ورسره خلکو ته کاري فرصتونه په لاس ورشي او د هېواد اقتصاد پرمختګ وکړي.

د الف شاه منګل په نوم یو تن ځايي سوداګرمشال راډیوته وايي، چې د برښنا نه شتون د خوست د ډېرې پرمختیا مخه نیولې ده، کنه خوست کې ښه پانګوال او سوداګرشته او دوی په دې ځای په ځانګړي ډول پر تولیدي فابریکو پانګونې ته تیاری لري:

″په خوست کې چې برښنا نه وي، هېڅ کارنه کیږي، ځکه په برق پورې هرڅه تړلي دي، په برق سره د رخت فابریکې راتلای شي، د پلاستیکي چپلو فابریکې راتلی شي، صنعتي فابریکې جوړیدای شي، د خوست غوندې ښه سرمایه فکر نه کوم چې یو ولایت به يې ولري، مګر دا چې برق نشته دا هر څه په ټپه ولاړ دي.″

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک وايي، خوستي سوداګر په پاکستان او عربي هېوادونو کې شخصي فابریکې لري، خو دلته برښنا نشته، نو دوی نه شي کولای خپلې فابریکې خوست ته راولیږدوي، ځکه په اوسني وخت کې برښنا او پانګونه سره تړلي دي:

″خوست خلک شتمن دي، پانګوال دي، دوی په کراچۍ، دوبۍ په اماراتو کې فابریکې لري او کارخانې لري، خو متاسفانه دا زمینه سازي د دوی دپاره نه ده شوې، دلته صنعتي پارک افتتاح شو، خو دې ته حراراتي برښنا ته ضرورت دی تر څو قیمت يې ټیټ وي، زموږ صنعتکاران او سوداګر کولای شي، چې دلته پانګونه وکړي، ځکه د دوی سرمایه دلته خوندي ده او په امنیتي لحاظ هم مشکل نشته، بناً صنعتکاران او شتمن خلک د دولت نه غواړي، چې د برښنا رالیږد ته توجه وکړي، ځکه دا دواړه سره تړلي دي.″

د خوست د برښنا شرکت رئیس مایل شاه وویل، چې خوست ته د برښنا په انتقال عملاً مقدماتي او لومړني کارونه پیل شوي دي:

″د افغانستان د برښنا لوی شرکت اجرائیوي رئیس په اتلسو میاشتو کې ژمنه وکړه، چې په دې موده کې به خوست ته وارداتي برښنا انتقال شي او را وبه رسیږي، نو په مرکز کې عملاً په دې کار روان دی، مالومه ده، چې د خوست د خلکو اړیتا په ډیزلي برښنا نه حلیږي، بلکې دا ستونزه په اوبیزې یا وراداتي برښنا حل کیدای شي.″

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالی روان مشال راډیو سره په خبرو کې مني، چې د ارزانې او دوامدارې برښنا نه شتون په خوست کې د پانګونې مخه ډب کړې، خو دی زیاتوي، چې دا مسله يې نه یوازې په مشخص ډول اړوند وزارت سره شریکه کړې، بلکې د ویډیو کنفرانس له لارې يې په خپله ولسمشر اشرف غني ته هم وړاندې کړې.

د دوی ژمنه داسې ده، چې د یو نیم کال په موده کې به خوست ته وارداتي برښنا چې ارزانه او دوامداره ده راولیږدول شي:

″خوست ته د وارداتي برښنا رالیږد د خوست د پرمختګ له پاره او په خوست کې د سرمایه ګذارۍ له پاره ډېر اړین دی، اړوند وزارت او په مجموع کې مرکزي حکومت ژمنه کړې ده، چې وارداتي برښنا به لوګر، پکتیا او ورپسې خوست ته راځي، موږ امیدواره یو چې په دې باندې مسوول ارګانونه اساسي کار وکړي، تر څو د خوست د خلکو دغه اساسي غوښتنې ته رسیده ګي وشي او په دې سرحدي ولایت کې د لا زیات پرمختګ له پاره زمینه مساعده شي، او په دې توګه د سوداګرو هغه ټولې ستونزې چې د برښنا د نه شتون له کبله ورسره مخامخ دي هوارې شي.″

کتونکي په دې باور دي، که چیرې په خوست کې د برښنا د تولید په موجودو سرچینو اساسي کار وشي، د اوبیزې برښنا له پاره یو شمېر واړه بندونه جوړ شي، همدارنګه د لمریزې برښنا او بادي له سرچینو څخه هم ګټه پورته شي، نو ترلاسه شوې برښنا به د دې ولایت ټولو برخو ته بسنه وکړي.

XS
SM
MD
LG