د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

یوشمېر بې ځایه شوي کورنۍ خپلو ماشومانو ته تریاک ورکوي چې ساړه یې ونه شي


د ژمي په رارسیدو سره هغه سلګونه کورنۍ چې په کابل کې تر خیمو لاندې ژوند کوي؛ د مرګ له خطر سره مخامخې دي.

دا کورنۍ بې ځایه شوي ډیری له زابل، کندهار او هلمنده د جګړو او بیوزلیو له لاسه کابل ته کډه شوي دي.

د دغو کورنیو ماشومان چې لا هم په لوڅوپښو لوبې کوي او له سړو یې لاسونه رېږدي؛ د ژمي له رارسیدو او د هوا له ډېر سړښت څخه ځوریږي.

په دغو خیمو کې داسې ډيرې کورنۍ میشتې دي چې لویان او ماشومان یې په نشه یي موادو له هغې ډلې تریاکو اخته شوي دي.

په دغو کورنیو کې یو یې عبدالوکیل دی.

عبدالوکیل نهه کلن دی، ټول وروڼه او خویندې یې په تریاکو روږدې دي او مور یې هم د بیوزلۍ له لاسه مړه شوې ده:

"زه یتیم یم، زما پلار ما ته تریاک راکوي چې ما یا یخ ونه وهي یا وږی نه شم."

له عبدالوکیل سره د هغوی خیمې ته ورغلم پلار یې شیرمحمد او پنځه وروڼه او خویندې یې په کې ناستې دي.

شیر محمد وايي، درې میاشتې مخکې یې میرمن د درملو د نشتوالي له امله مړه شوه او له خپلو ماشومانو سره په دې سړو کې شپې سبا کوي.

شیر محمد وايي د دې لپاره چې ماشومان یې د لوږې له لاسه ونه چغیږي؛ دی یې اړ ایستی چې تریاک او نور نشه یي مواد ورباندې وخوري؛ څو د لوږې او بیوزلې ټولې چیغې بندې کړي:

"دوې یا درې میاشتې کیږي زما سیاسره وه؛ پيسې نه وې علي اباد روغتون مې یوړه وفاته شوه. دغه کوچنیان ماشومان یتیمان پاتې شول. دا کوچنیانو ته چې موږ نشه يي توکي ورکوو؛ د لوږې له لاسه یې ورکوو. پيسې نشته. ژوند نشته چې مونږ دا کوچنیان وساتو."

شیرمحمد وايي، د بیوزلۍ او لوږې ختمولو ته هیڅ چاره نه لري له دې پرته چې "روزه" وپلوري.

روزه د شیرمحمدیوه نیم کلنه او تر ټولو وړه لور ده چې له خپلې مور هم بېله شوې او اوس خرڅیږي:

"ما هغه بل وار یوه سړي ته وویله وږي یو تږي یو که دا وړه نجلۍ غواړې په لکو روپیو یې درکوو.نشته پيسې نشته. دا کوچنیان زه نه شم ساتلی. هر مسلمان چې دا کوچنیان غواړي همغوی دې بوځي زه یې نه غواړم. زه یې نه شم ساتلی. ما سره دومره پیسې نشته چې دوی ته ډوډۍ واخلم."

روزه لا په خپلو خاپوړو او ماشومانه لوبو لګیا ده؛ خو ډېر ژر له خپل پلار خدای پامانی اخلي؛ څو د خپلې کورنۍ د مړولو لپاره یوه لویه قرباني ورکړي.

د عبدالوکیل او روزې پلار وايي؛ د ژمي په رارسیدو سترګې په لار دی؛ څو له دغو بې موره ماشومانو سره څوک مرسته وکړي؛ خو هیڅوک د دوی خیمې ته نه دي راغلي.

دی له حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې د ده د کورنۍ په څېر له هغو سلګونه کورنیو سره مرسته وکړي چې نه یې سبا او نه یې بیګاه شته؛ ټول سخته لوږه تیروي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG