د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

د پاکستان په سند ایالیت کې ترافيکي پېښې ٥٦ کسان ووژل


د پاکستان د سند ايالت خيرپور ښار ته نزدې يوې خونړۍ ترافيکي پېښې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سيمې د دولتي او روغتيايي چارواکيو په وينا؛ د سه شنبې په ورځ سهار د سند خيرپور ښارګوټي ته نزدې د کراچۍ-پېښور پر لويه لار د يوه بس او ټرک د ټکر له امله لږ تر لږه ٥٦ کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

د دوى په وينا؛ په مړو او ټپيانو کې ګڼ شمېر ماشومان او مېرمنې دي او په خبره يې، چې په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

د مسافر وړونکيو بس د خيبر پښتونخوا له سوات څخه کراچۍ ته روان و چې نزدې ٦٥ مسافر په کې ناست وو.

د خيرپور ښار د ١١٢٢ مرستندويه ادارې يوه جګپوړي چارواکي د پېښې په ځاى کې رسنيو ته د ټرافيکي پېښې د تلفاتو په اړه وويل:

"په وژل شويو کې ٢١ سړي؛ ١٨ مېرمنې او ١٢ ماشومان شامل دي. په ټپيانو کې هم ډېرى ماشومان او مېرمنې دي، چې د ٦ روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى. پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې له سوات څخه کراچۍ ته تلونکى بس د ګړندي توب له امله له يوه ټرک سره وجنګېد."

د نوموړي په وينا، تر ټکر وروسته په بس کې اور لګېدلى چې له امله يې بس په بشپړه توګه له منځه تللى چې مړي او ټپيان ترې په ډېر مشکله راوېستل کېږي.

د سند ايالت چارواکيو رسنيو ته ويلي چې د پېښې ډېرى قربانيان يې نزدې روغتونونو ته لېږدولي او د سيمې په ټولو روغتونونو کې يې بېړنى وضعيت اعلان کړى دى.

په پاکستان کې ترافيکي پېښې عامې دي؛ خو دا پېښه تر ټولو خونړۍ پېښه انګېرل کېږي چې لسګونه کسان يې وژلي دي.

په دې هېواد کې د ترافيکي پېښو عمده عوامل؛ د سړکونو خرابوالى، د ټرانسپورټ ځپلى وضعيت او د قانون نشتوالى او يا هم نه پليتوب ګڼل کېږي.

د پاکستان ولسمشر، د سند ايالت والي او نورو چارواکيو د خيرپور په ترافيکي پېښه ژور خپګان ښودلى او د ټپيانو د هراړخيزو مرستو لارښوونه يې کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG