د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

سرور دانش له خلکو وغوښتل چې اړو کسانو ته وینه ورکړي


د عاشورا د مراسمو په مناسبت ولسمشر محمد اشرف غني او دویم مرستیال یې له خلکو وغوښتل چې د وینې په ورکولو سره د ټپي پوځیانو او نورو ناروغانو ژوند وژغوري.

ولسمشرغني د وینې د ورکولو پر مهال ویلي؛ په ډېر ویاړ سره ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او نورو اړو خلکو ته خپله وینه ورکوم.

ولسمشرغني او مرستیال یې د کابل لویديځ ته هم ولاړل او هلته یې په دې مراسمو کې برخه واخیسته.

ښاغلي دانش د ولسمشراشرف غني په استازیتوب خبرې وکړې او خلک یې وهڅول چې په دې ورځ له بې ځایه وینې تویدنې ډډه وکړي او د وینې ورکولو فرهنګ دود کړي.

"ښه ده چې له افغانانو په خاصه توګه ځوانانو او د امام حسین له پيروانو نه وغواړو چې د ځینو نورو کارونو د ترسره کولو پر ځای چې په یو شمیر سیمو کې تر سترګو کیږي لکه قمه زني او یا هم په تیغ لرونکو ځنځیرونو باندې د ځان وهلو او په دې لارو د وینې د تویولو پر ځای د امام حسین د وینې بانک ته خپله وینه ډالۍ کړي؛ څو کوم کسان چې وینې ته اړتیا لري له هغې کار واخلي او د مرګ له خطر نه وژغورل شي."

ښاغلي دانش همداراز د امام حسین د ژوند او سرښندنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د ظلم او استبداد په وړاندې یې خپل غږ پورته کړ او د خپلې وینې په تویدنې سره یې د ازادۍ غوښتنې اصل ژوندی کړ.

د کابل په لویدیځ کې د نبي اکرم جومات ته د ولسمشرغني او د هغه د مرستیالانو ورتګ د خلکو او مشرانو له تودهرکلي سره مخ شو.

د وحدت ګوند مشر او د جمهوري ریاست پخواني مرستیال محمدکریم خلیلي وویل؛ د عاشورا په مراسموکې د افغان ولسمشر او د هغه د مرستیالانو ګډون د افغانانو تر منځ د یووالي نښه ده.

ښاغلي خلیلي زیاته کړه ددې پر ځای چې د بې ځایه وینې تویدنې له امله خلک په ګناه کې شامل شي او د دې ورځې په خاطر د خیراتونو په ورکولو سره ډېرې پيسې ولګیږي ښه ده چې اړو کسانو ته وینه ورکړل شي او تر لاسه شوې پيسې د ځوانانو په زده کړو مصرفې شي.

له بلې خوا یو شمیر ځوانانو د سردارمحمدداوودخان په روغتون کې د وینې په ورکولو سره وویل غواړي له دې لارې د هغو پوځیانو ژوند وژغوري چې د هیواد ساتنه کوي:

"۱- د یوه افغان په توګه زما هدف له دې کاره دا دی چې زموږ پوځ له ټول هیواده ساتنه کوي او دا زموږ وجداني دنده ده چې له دې لارو له هغوی ملاتړو وکړو.

۲- د محرم په لسمه ورځ د دې لپاره چې ټول له پيغمبر او د هغه له اولادې سره مینه لري موږ هم وغوښتل له هغوی سره خپله مینه د خپلې وینې په ورکولو څرګنده کړو."

د محرم لسمه ورځه په اکثرو اسلامي هیوادونو کې په خاصو مراسمو سره لمانځل کیږي.

په افغانستان کې هم خلک د دغو مراسمو لمانځنه کوي.

افغانستان د دغو مراسمو د ښو ترسره کیدو لپاره شاوخوا پنځه ویشت زره امنیتي ځواکونه موظف کړي دي.

خو سږ کال د دې مراسمو د ترسره کېدو له نورو کلونو سره د دې لپاره توپیر لري چې خلک د بې ځایه وینې تویدنې او ځان وهلو پر ځای د چارواکو له خوا د وینې ورکولو ته هڅول کیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG