د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

م.م له افغانستان سره د خوراکي موادو مرستې راکموي


ملګري ملتونه غواړي له افغانستان سره د خوراکي موادو مرستې راکمې کړي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د نړېوال خوراکي پروګرام ویاند د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې، دوی له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي څو له دغه هېواد سره د خوراکي موادو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې یو شمېرکارپوهان وایې چې، حکومت باید په دوامداره توګه د افغانستان لپاره د نړېوالو مرستو د راجلبولو هڅې وکړي.

د ملګروملتونو د نړېوال خوراکي پروګرام یا ډبلیو اف پي سازمان وایې چې، له افغانستان سره د دغه سازمان د مرستو کمیدل د مرستو د بندیدو په معنی نه ده او دوی هیله مند دي چې دغه مرستې همداسې دوام وکړي.

په کابل کې د ډبلیو اف پي د دفترویاند وحید الله اماني د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې، په لویدیځې افریقا کې د ایبولا خپریدل او په ځینو هېوادونو کې د جګړو زیاتیدل د یاد سازمان په بودجه کې د کموالي لامل دي.

د ښاغلي اماني په خبره افغانستان د نړۍ یو بې وزله هېواد دی او د یوې زیاتې مودې لپاره د نړېوالو په ځانګړي توګه د خوراک د نړېوال سازمان مرستو ته اړتیا لري:

″د سږکال په وروستیو میاشتو کې موږ له یو لړ بودیجوي ستونزو سره مخامخ شو.

په ټوله کې زه ویلای شم چې موږ سږ کال دیرش میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لرو څو د دوه زره او څوارلسم کال پلانونه عملي کړو. زموږ هیله دا ده چې دا به ډير موقتي وي.″

د خوراک د نړېوال سازمان مسولین وایې، په دوه زره او څوارلسم میلادي کال کې د بودجې د کموالي له امله له افغانستان سره د دغه سازمان په مرستو کې دیرش میلیونه کموالی راغلی دی.

ویل کېږي، له دې سره ښایې یو میلیون کسان په افغانستان کې د خوراکي موادو له مرستو محروم پاته شي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد او اقتصادي کارپوه تاج محمد اکبر ازادۍ راډیو ته وویل چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې خوراکي موادو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته جدي پروګرام په پام کې ونیسي:

″زموږ خلک په فقر کې ژوند کوي چې شمېریې له پنځوس سلنه نه هم زیات دی.

بنا لومړی باید افغان حکومت له نړېوالې ټولنې سره یو رغنده سیاست ولوبوي څو دوي له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او زیات شي، ځکه چې زموږ خلک ډيره اړتیا لري د نړېوالو مرستو ته.″

د خوراک د نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا اووه نیم میلیونه کسان خوراکي مصونیت نه لري او مرستو ته اړ دي.

دغه سازمان هرکال په افغانستان کې له درې اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره خوراکي مرستې کوي.

کارپوهان په افغانستان کې د ژمي د موسم راتلو ته په اشارې له افغانستان سره د خوراک د نړېوال سازمان د مرستو پر دوام ټينګارکوي او وایې چې؛ د مرستو بندیدل یا کمښت به په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG