د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د امنيتي تړون له مخې ١٢زره امريکايي عسکر به په افغانستان کې وي


څو معتبرو غربي ورځپاڼوپه خپلو وروستیو ګڼو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو د تړون په اړه مقالې خپرې کړې دي.

کریسچن ساینس مانیټور د دې تړون د اهمیت په اړه پوښتنه کړې او په ځواب کې یې لیکي چې د شوې موافقې له مخې به لږ تر لږه لس زره امریکايي عسکرد روان کال ترپای ته رسیدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې کیږي.

دا عسکر به دوې اساسي دندې لري چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنه او له تروریستي فعالیتونو سره مبارزه ده.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې که د ښونځیو نجونې دي او که په سیاست کې دخیلې ښځې یا د افغان اردو نوي افسران، دا تړون د افغاني ټولنې هر ډول خلکو ته اطمینان ورکوي.

کریسچن ساینس مانیټوردا پوښتنه هم کړې چې د افغانان له څه شې اندیښنه لري او په ځواب کې یې لیکلي:

″له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو وتل به خلکو ته په دې معنی وای چې نړېواله ټولنه دا هېواد پریږدي او شا ور ګرزوي.″

د کریسچن ساینس مانیټورپه لیکنه، دا لوی خوغیراعلان شوی هدف د افغانستان د نوي ولسمشراشرف غني احمدزي له خبرو څرګند وو.

ښاغلي احمدزي ویلي وو، چې دا تړون به د امریکا او نړېوالې ټولنې سره د افغانستان په اړیکو کې ډاډ پيدا کړي.

ولسمشراحمدزي ټينګاروکړ، چې دا تړون د افغانستان پرملي حاکمیت باندې معامله نه کوي، له قوې څخه د کاراخیستلو حق به د افغانانو په لاس کې وي او دواړه خواوې حق لري چې له دې تړونه ووزي.

نیویارک ټایمزورځپاڼې هم په دې اړه لیکلي:

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو جنجالونو د دې هېواد د سیاسي وحدت په اړه اندیښنې پیدا کړې وې.

یو شمېرکسان په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې او قومي اختلافونوڅخه چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په دوره کې غلي شوي وو،په ویره کې و.

خو نیویارک ټایمزد څارونکو په حواله لیکي:

په افغانستان کې له چټکو بدلونو سره، د امنیتي او د فاعي همکاریو تړون دا هېواد یوې متفاوتې لارې ته برابر کړی، سیاسي نظام یې پیاوړی کړی او د دولت د نسکوریدو د مخنیوي لازم بنیادونه جوړولای شي.

نیویارک ټایمزپه واشنګټن کې د امریکايي څیړونکي ولي نصرپه حواله لیکي:

د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون په کابل کې د سیاسي بهیرلپاره اساسي او له ثباته ډک رول درلولای شي.

نصرنیویارک ټایمز ته ویلي:

په عراق کې وضعیت ته په کتلو، ولسمشر اوباما ومنله چې هلته موجود یې خطر کم ګڼلی وو نو هغه نه شي کولای چې په افغانستان کې د عراق تیروتنه تکرار کړي.″

واشنګټن پوست ورځپاڼې د دې تړون په اړه د طالبانو نظر راخیستی او د هغوي د یوه ویاند په حواله یې لیکلي چې دا د افغانستان او افغانانو د اشغال لپاره د امریکا یوه هڅه ده.

خو ورځپاڼه وايي چې؛ د هغو سیمو یو شمېرقومي مشرانو چې وسله وال طالبان تل حملې کوي، د دې موافقې هرکلی کړی.

دې کسانو هیله څرګنده کړې چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون به د دوي په وینا، د پاکستان او ایران د لاسوهنې پراساس، د وسله والو طالبانو فعالیتونو ته ضربه ورکړي.

واشنګټن پوست په هلمند کې د مارجې د ولسوالۍ د یوه قومي مشرحاجي مټو خان په حواله لیکلي:

که امریکا په دې تړون کې له افغانستان سره صادقانه عمل وکړي، د افغانانو لپاره به د غوړیدو یوه موقع خو د وسله والو طالبانو، پاکستان او ایران لپاره به یوه کلکه څپيړه وي.

XS
SM
MD
LG