د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

په کندز کې د قره قل پوستکو نرخونه لوړ شوي دي


په کندز کې د قره قل پوستکو نرخونه لوړ شوي؛ قره قل له کلونو راهېسې د افغانستان په شمال کې د افغان مالدارانو او یو شمېر سوداګرو د عاید یوه ښه سرچینه بلل کیږي.

قره قل یو ډول پسونه دي چې؛ له زیږېدو سره سم حلالیږي او پوستکي ترې ویستل کیږي؛ دغه پوستکي ځکه له وریو زر وېستل کیږي چې؛ ګل یا په پوستکي کې جوړې کرښې خرابې نه شي.

په کندز کې د قره قل پوستکو یو تن سوداګر حاجي نیازمحمد آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ هر کال سوداګر یوه زیاته اندازه قره قل پوستکي اروپا ته صادروي؛ دی وايي، له تېرو درېیو کالو راهیسې د قره قل پوستکو نرخونه هم لوړ شوي او خرڅلاو يې هم زیات شوي دی:

"له درېیو کالو را په دېخوا يې کار روبار ښه شوی؛ درې کاله پخوا دغه پوستکي چې په شلو ډالرو مو اخیسته اوس یې له دیرش تر پنځوسو ډالرو پورې اخلو."

هغه وايي چې، د قره قل پوستکي څو ډوله ګلونه او رنګونه لري، چې له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته وړل کیږي؛ په افغانستان کې د یو قره قل پوستکي بییه له شلو ډالرو نیولې تر زرو ډالرو پورې رسیږي:

"دا په زرو کې یو پوستکي راوځي چې؛ خولۍ ترې جوړیږي، نرخ يې پنځوس ډالرو څخه نیولې تر زرو ډالرو پورې رسیږي چې؛ ګل او رنګ يې په قیمت کې ډېر مهم رول لري."

په همدې حال کې یو تن مالدار اخترجان چې د قره قل پسونه ساتي وايي؛ چې د حوت او حمل میاشتې د دوی د حاصلاتو میاشتې دي؛ چې هر کال یو اندازه د قره قل پوستکي پلوري:

"زموږ پسونه قره قلي دي، هر کال شل، دیرش قره قل پوستکي پلور، سږ کال د قره قل پسونو حاصل ډېر ښه و؛ یو پوستکې په دوه نیم، درې زره افغانۍ پلورو. ځینې میږې يې د نسل لپاره ساتو او وري يې حلالوو."

د کندز یو تن اوسېدونکي نصیراحمد وايي چې؛ پخوا به کندز کې قره قل خولۍ جوړېدې خو اوس يې د جوړولو ځایونه بند شوي دي:

"مالدارو ته که د دې زمینه برابر شي چې؛ د قره قل پسونو نسل زیات کړي هم د افغانستان اقتصاد ته ګټه ورسیږي او هم به د مالدارو اقتصاد ښه وده وکړي."

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې؛ په دې وروستیو څو کلونو کې د قرقل پوستکو پروسس د تېر په پرتله زیات شوی او د سږکال له پیل راهیسې له کندز څخه یو شمېر بهرنیو هېوادونو ته د قره قل پوستکي صادر شوي دي؛ اما دا یې جوته نه کړه چې، د څومره روپیو په ارزښت یې د قره قل پوستکي صادر کړي دي.

راپور: اجمل آرین - کندز

XS
SM
MD
LG