د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

سږکال د کندز د بادامو په حاصلاتو کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی


بادام چې د کندز ولایت د بڼوالو له عمده محصولاتو څخه ګڼل کیږي؛ هر کال به یې په ډېره پیمانه حاصلات راټولول؛ خو سږکال بیا د بادامو باغ لرونکي وایي، چې د روان کال د پسرلۍ په سرکې د موسم د خرابوالي له امله د دوی د بادامو باغونو زیانونه لیدلي؛ چې په حاصلاتو کې یې ۹۰ سلنه کموالي راغلی.

محمد عثمان یوه تن بڼوال ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې په تېرو کلونو کې د کرنې ریاست چارواکو دوی د بادامو نیالګیو کېنولو ته وهڅول او په دې برخو کې ورته ژمنې هم شوې وې؛ چې هر باغلرونکی د خپلې وسې په اندازه بادام کېنول، خو له باغ لرونکو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې:

"یوه وجه یې دا وه چې، د حوت میاشته ډیره ګرمه راغله، بادامو ګل وکړ، بیا د حوت واوره وشوه چې، د یخنۍ له امله د بادامو ګلان ورژېدل او د بادامو په حاصلاتو کې کموالی راغی او بله وجه دا ده چې، د کرنې ریاست کروندګر وهڅول چې، بادام کېنوي، که چا یو پلوان ځمکه درلوده او یایې دوه پلوان درلوده په هغه کې یې د بادامو نیالګي کېنول. خو د کرنې ریاست ورسره مرسته ونه کړه."

دی وایي، چې د بادامو د حاصلات کمښت د بادامو بیې د لوړیېدو لامل شوی؛ دده په وینا چی تېرکال ۷ کیلو بادام په ۷۰۰ افغانۍ وو؛ خو سږکال هماغه بادام په ۱۴۰۰ افغانیو پلوري.

همداراز د چهاردره ولسوالۍ یو کروندګر هم وایي؛ چې سږکال یې د بادامو په برخه کې له حده زیات زیان لیدلې:

"زه په خپله د بادامو سل ونې لرم. په چهاردره ولسوالۍ کې تېرکال د ژمي د وروستیو واورو او یخنۍ له امله د بادامو ګلان ورژېدل چې له امله یې په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی. ما به په تېرو کلونکې له ۱۰۰ ونو څخه څه باندې ۳۰۰ منه بادام راټولول؛ خوسږکال په ۱۰۰ ونو کې ۱۰ منه بادام هم نشته."

د کندز د کرنې په ریاست کې د د کرنیزو چارو آمر "عبدالبصیر فقیري" ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې ځینې نازکې ویرایټي ګانې چې مخکې له وخت څخه یې ګلان نیول وو؛ د یخنۍ له امله یې زیان لیدلی.

دی وایي، چې د کرنې ریاست هڅه کوي چې؛ ترڅو هغه ویرایټي ګانې په راتلونکې کلونو کې باغدارانو ته وویشي چې هغه ناوخته ګل وکړي:

"زموږ اکثره بادام ډیر وختي په ګل راځي چې؛ د یخنۍ مقاومت نه لري او له لږې یخنۍ سره ګلان یې له منځه ځي چې له امله یې بیا په حاصلاتو کې هم کموالی راځي، سږ کال زموږ د بادامو په حاصلاتو کې تقریباً ۹۰ سلنه کموالی راغلی."

د کندز په چهاردره، قلعه زال او امام صاحب ولسوالیو کې په پراخه پیمانه د بادامو باغونه شته؛ بادام څوډوله نومونه لري لکه: ستاربایي، خیرالدیني، قمري بادام، کله ناني بادام، قره بايي بادام، کاغذي بادام، مروج کاغذي اوهمداسې نور. خو ستاربایي اوخیرالدیني بادام یې بیا له ځانګړي شهرت او قیمت څخه برخه مند دي.

بادام چې دهېواد له صادریدونکو میوو څخه ګڼل کیږي؛ هر کال نه یوازې په هېواد کې دننه بلکه په بهرنیو بازارونو کې هم ځانګړي مینه وال لري چې؛ په دې توګه د بادامو له ښو حاصلاتو څخه په باغ لرونکو سر بیره دولت ته هم ښه ګټه رسیږي.

راپور: اجمل آرین-کندز

XS
SM
MD
LG