د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

نړېوال سازمانونه: د کندهار په غورک کې خلک د وښو خوراک ته اړ شوي


نړېوال سازمانونه د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د شدیدې قحطۍ خبر ورکوي.

په هغه رپوټ کې چې د بحران نړېوالې ډلې د دوشنبې په ورځ خپور کړ ویل شوي، چې د کندهار دا لرې پرته ولسوالي له څو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړې ده.

دا سازمان وايي، په غورک کې د خوراکي موادو شدید قلت دی او خلک یې د واښو خوراک ته مجبور دي.

د غورک ولسوال دارو خان پوپل د ستونزو موجودیت تایید کړ او ویې ویل، چې یوه عمده ستونزه دا ده چې غورک ته تللې لارې خامې دي.

خو ښاغلي پوپل ټينګار وکړ، چې حکومت د دې ستونزو حل ته متعهد دی:

″بدبختانه باید ووایم چې د غورک او کندهار ښار ترمنځ لاره نه ده قیر شوې.

له دې امله دښمنان ماینونه ږدي او مشکلات شته خو والي صاحب ویلي چې غورک ته به پام کوي او لاره به یې قیر شي.″


د بحران نړېوالې ډلې د غورک د وضعیت په اړه په خپل رپوټ کې ویلي، چې د ولسوالي مرکز د حکومت په لاس کې دی خو ولسوالۍ ته تللې لارې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دی.

د غورک یوه اوسیدونکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د بحران نړیوال ګروپ ته ویلي چې وسله وال طالبان خوراکي مواد نه ور پریږدي نو دوي مجبور دي چې واښه وایشوي او ویې خوري.

د غورک ولسوال درمل خان پوپل ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار والي د خلکو له ستونزو خبر دی.

درمل خان پوپل د راتلونکې لپاره په یوشمیر پلانونو خبرې وکړې خو دا یې ونه ویل چې په لنډ وخت کې د ستونزو د حل لپاره کوم ځانګړي کارونه پيل شوي دي:

″انشالله کیږي. ما څو وارې پردې لاره تګ راتګ کړی دی، پياده تللی راغلی یم . موږ ته څه مشکل نشته خو د عامو خلکو لپاره مشکلات شته.

هلته به د ملي پيوستون پروژه ډير ژر عملي شي او خلکو ته به زیاته اسانتیا برابره کړو.″


د بحران نړېواله ډله وايي، چې پاکستان ناکام شوی چې په خپله خاوره کې د وسله والو طالبانو لپاره هغه خوندي ځایونه بند کړي چې هلته روزل کیږي او نور سهولتونه ورته برابر دي.

د غورک ولسوال پرته له دې چې د کوم ځانګړي هیواد نوم واخلي وویل، بهرنیان او د هغوي روزل شوي کسان په سیمه کې ستونزې جوړوي.

د غورک ولسوال د حکومت پر وسله والو مخالفینو ږغ وکړ چې د ده په وینا:

″د خپل هېواد جوړولو ته مخ کړي او د بهرنیانو په خبرو دي نه غولیږي.″
XS
SM
MD
LG