د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

بریتانیا د افغانانو د نیولو لپاره پټ زندانونه لري


ټایمز او واشنګتن پوسټ ورځپاڼو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پټو زندانونو مساله څیړلې ده.

ټایمز ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې«بریتانیا د افغانانو د نیولو لپاره پټ زندانونه لري».

ورځپاڼې په دې مقاله کې د افغان پلاوي په وینا خبر ورکړی دی، چې په افغانستان کې داسې پټ زندانونه د بهرنیو په دوو اډو کې شته او په دې بندیخانو کې یو افغان پرته له دې چې متهم شي د دوو کلونو په مخه ساتل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې په هلمند کې د بریتانیایي ځواکونو په اډه کې او په کندهار کې د امریکایي ځواکونو په اډې کې زندانونه شته.

له بهرنیو سره افغان حکومت موافقه کړې ده، چې تر ۹۶ ساعته به ډيره موده زندانیان نه ساتي خو د افغان پلاوي په وینا په دې زندانونو کې یو شمیر بندیان د اوږدې مودې په مخه ساتل شوې دي.

ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې د دغو زندانونو موجودیت د کابل او لندن اړیکي خړ پړ کولی شي.

ورځپاڼه د افغان پلاوي د یوه غړي عبدالشکور دادرس په وینا څرګندوي چې یو زنداني پرته له دې چې متهم شي د هلمند په زندان کې یې دیرش میاشتې وخت تیر کړی دی او نورو له دو تر څلورو میاشتو پورې زندان تیر کړی دی.

بل لورته په کابل کې د بریتانیا د سفارت ویاند وایي، چې دا پټ زندانونه نه دي دا توقیفځایونه دي او د افغانانو له توقفیدو سره تل افغان حکومت د دوی مرسته کړې ده.

د بریتانیا د سفارت ویاند ټایمز ته څرګنده کړه چې په افغانستان کې د بریتانیا توقیفول قانوني دي او د ملګرو ملتو او نړیوالو اصولو سره سم دي.

د بریتانیا ویاند زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت له غوښتنې سره سم د غیرقانوني فعالیتونو له کبله ځیني کسان زنداني کیږي.

ټایمز زیاتوي چې د دغو زندانیانو کره شمیر معلوم نه دی خو ګومان کیږي چې له ۲۰ تر ۲۳ کسانو پورې به وي چې هلته بندیان دي.

ورځپاڼه لیکي:

بریتانیا له دې ویرې چې زندانیان شکنجه نه شي له ۲۰۱۲ کال راپه دې خوا هغوی افغان دولت ته نه سپارل خو له تیرکال راهیسې یې بیا دا لړۍ پیل کړه.

د لویدیځ بلې ورځپاڼې واشنګتن پوسټ بیا د افغان چارواکو دا خبره رااخیستې ده چې په افغانستان کې بریتانیایي او امریکایي ځواکونه د پټو زندانونو په لرلو تورنوي.

ورځپاڼه لیکي، د دې راز له افشا کیدو سره به د افغانستان د ولسمشر او لویدیځ اړیکي پسې خرابې شي.

واشنګتن پوسټ هم د زندانونو د هیات د غړي عبدالشکور داد رس خبرې رااخیستې دي. دی وایي چې د دغو زندانونو موجودیت د افغانستان د ولسمشر له حکم سره ښکاره مخالفت دی او باید سمدستي وتړل شي.

ورځپاڼه بیا په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په وینا خبر ورکوي چې هغه ځایونه چې ایتلافي ځواکونو د افغانانو د توقیف لپاره له هغوی کار اخیستی دی، افغان حکومت پرې خبر دی او د سره صلیب د نړېوالې کمیټې له لورې په منظم ډول د هغوی څارنه شوې ده.
XS
SM
MD
LG