په افغانستان کې د بهرنیانو د زندانونو د څرنګوالي څیړلو ته د جمهوري ریاست له خوا ټاکل شوي پلاوي، په هېواد کې له میشتو بهرنیانو وغوښتل، چې د افغان زندانیانو دوسیې د افغان حکومت اړوندو ادارو ته وسپاري.
دې پلاوي د جمهور ریس حامد کرزي په حکم د هغو توقیف خانو څخه لیدنه کړي چې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په اډو کې جوړې شوي.
د دوی د ادعا په اساس بهرني ځواکونه په داسې حال کې خپل سري توقیف خانې لري چې له دې وړاندې د افغان حکومت او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو له خوا موافقه شوي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې هیڅ ډول زندانونه نه شي لرلای.
په کندهار او هلمند کې د بهرنیانو د زندانونو د موضوع څيړلو ته ځانګړې شوی پلاوی وایي،چې په په دې ولایتونوکې د بهرنيو ځواکونو په اډو کې شپږ توقیف خانې شته چې لږ تر لږه درویشت افغانان پکې ساتل کیږي.
دې پلاوی چې څه موده وړاندې د جمهور ریس حامد کرزي په حکم کندهار او هلمند ولایتونو ته سفرونه کړي د سې شنبې په ورځ وویل چې د بهرنيوځواکونو په اډو کې د پخواني تړون په خلاف داسې بندیان ساتل کیږي چې افغان حکومت پرې خبر نه لري.
ددې پلاوي مشر غلام فاروق بارکزي خبریالانو ته وویل، چې په کندهار کې د میشتو بهرنيو ځواکونو د کف په کمپ کې درې او په ورته ډول د هلمند د بست په کمپ کې هم درې توقیف خانې موجودې دي:
″په کندهار کې میشت نړېوال ځواکونو موږ ته درې توقیف خانې وښودې چې یوه د بریتانیې دوهمه د امریکایانو او دریمه هم په کف کمپ کې د د ایساف په ولکه کې وې.
کله چې د بریتانیې اړوند بست کمپ ته لاړو هلته هم دری توقیف خانې وې چې دوه یې د انګلیسانو او بله د امریکایې پوځیانو تر کنترول لاندې وه.″
پلاوي وویل، چې د دې څیړنو لپاره بهرنۍ ځواکونو ورسره سمه مرسته نه ده کړې او د ولسمشر د فرمان سره سره د کمپ د لیدلو لپاره څلورویشت ساعته منتظر پاتې شول.
د دې پلاوي بل غړي عبدالشکور دادرس وویل، چې د بهرنيو ځواکونو سره د تړون وروسته اوس بهرني ځواکونه په خپلو اډو او توقیف خانو کې د افغان بندیانو د ساتلو حق نه لري نو په همدې اړه دوی په افغانستان کې د میشتو خارجي ځواکونو څخه غواړي چې ټول بندیان او دوسیې یې د افغانستان مربوطه قضایې او امنیتي ادارو ته وسپاري.
د جمور ریس حامد کرزي له خوا ټاکل شوی پلاوی په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو په اډو کې د توقیف خانو له موجودیت څخه خبر ورکوي، چې ناټو ځواکونو د دوی ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د تیرکال د حوت د میاشتې په څلورمه جمهور ریس حامد کرزي یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د میشتو بهرنيو ځواکونو لخوا د نیول شوو بندیانو دوسیې باید افغان حکومت ته سپارل شوې وای.
د دواړو خواو له خوا یو تړون هم لاسلیک شوی چې له مخې یې په افغانستان کې د ټولو زندانونو او توقیف خانو درلودلو حق به یوازې د افغانانو په لاس کې وي.