د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

"په کابل او ولایتونو کې ځمکې او چاپیریال ته کمه پاملرنه کیږي"


د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، چې له ځمکې نه سمې ګټې اخیستنې اوچاپیریال ته باید زیات پام واړول شي.

د دې ادارې مسولینو دا خبرې د ځمکې د نړېوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې وکړي.

په افغانستان کې د ځمکې نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې د چاپېریال ساتنې اداره وایي، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځمکې او چاپیریال ته کمه پاملرنه کیږي.

د چاپېریال ساتنې ادارې تخینکي مرستیال انجینیرغلام محمد ملکیار وايي، اوس مهال د کابل په پلچرخي، کمپنۍ او د پغمان په درې کې ځینې سیمې له تخریب سره مخامخ دي او باید مخه یې ونیول شي:

″لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ د ځمکې تخریب یو ډیر اسان کار دی او کله چې غواړو بیرته یې ورغو، زموږ له توانه لوړ کار دی بلکې د رغولو لپاره یې لویو بشري منابعو ،تخنیکي او اقتصادي مرستو ته ضرورت لرو، لکه چې معین صاحب او نور دوستانو اشاره وکړه اوس مهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ځمکو څخه په موقتي ډول د مختلفو اهدافو لپاره ګټه اخیستل کیږي او د ځمکې زیات شمېر مساحت له منځه وړي.″

په کابل کې د ځمکې نړېواله ورځ د سې شنبې په ورځ د شنه ښارونو تر شعار لاندې ولمانځل شوه.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۰ میلادي کال کې په نړېواله سطح ولمانځل شوه او اوس هر کال د اپریل په ۲۲ په ۱۹۲ هېوادونو کې لمانځل کیږي.

په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت مرستیال محمد اکبر وویل، چې دوي غواړي د ښار د سرسبزۍ په خاطر د نوي ښارې سیستم له مخې ښارونه په عمودي یا د لوړ پوړو ودانیوپه ډول پراخ کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ناجیې طارق هم په یاده غونډه کې وویل، که چیرې د هېواد چاپېریال ته لازم پام ونه شي نو ډیر شمېر خلک به له ډول ډول ناروغیو سره مخامخ شي:

″چاپیریال ساتنه نږدې اړیکې له روغتیا سره لري،په هغه صورت کې چې چاپیریال صحې نه وي نو خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته کیږي او د ښې روغتیا خاوندان نه وي که چیرې موږ صحې چاپیریال ولرو، نو ویلای شو هغه ۹۰٪ ناروغۍ چې د ناپاک چاپیریال څخه منځ ته راځي د هغو مخینوي وکړو.″

د ځمکې د نړېوالې ورځ په لمانځ غونډه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال غلام نبې فراهي ټینګار وکړ، چې اوس هم په دې هېواد کې په خپل سره توګه ځنګلونه او تفریحي سیمې له منځه وړل کیږي.

ښاغلي فراهي وویل، چې افغانستان ۱۶۰ طبیعې منظرې لري چې کولای شي ډیر سیلانیان جذب او دې هېواد ته ډیر عواید ورپه برخه کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG