د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

رحیمي: د افغان چارواکو ټیلفوني مکالمې مصئونې شوي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، چې په یوه نوي اقدام کې یې د جمهوري ریاست او نورو لوړ پوړو افغان چارواکو ټیلفوني خبرې مصئونې کړي دي.

د دې وزارت مسئولین وایي، چې دغه کار د سلام مخابراتي شرکت په وسیله شوی او دوی به هڅه وکړي، چې د ولایتي چارواکو ټیلفوني خبرې هم په دې سیستم کې شاملې کړي.

له دې وړاندې د مخابراتو وزارت ویلي وو، چې د لوړپوړو سیاسي مشرانو ټیلفوني مکالمې خوندي نه دي.

وروسته له دې، چې په افغانستان کې د دوو میلیارده تیلفوني مکالمو د اوریدو راپورونه خپاره شول، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، چې دوی د لوړ پوړو چارواکو د مکالمو خوندیتوب ته اقدام وکړ.

د دې وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وایي، دوی د سلام مخابراتي شرکت له لارې داسې یو سیستم رامنځ ته کړی، چې له مخې یې د جمهوري ریاست او د کابینې د غړو ټیلفوني خبرې مصئونې شوي دي.

ښاغلي رحیمي د جمعې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې سیستم باندې یې ډیره پانګونه کړې او هیڅ استخباراتي کړۍ نه شي کولای، چې د دې سیستم له لارې د افغان چارواکو ټیلفوني خبرې واوري:

″د سلام شبکې په رامنځ ته کولو سره موږ وغوښتل، چې د ولسمشر، دوو معاونینو یې، د کابینې د غړو، یعنې د افغان ارشدو مقاماتو تیلفوني مکالمې موږ مصئونې کړو، په دې باندې موږ سرمایه ګزاري وکړه او دا تیلفوني مکالمې اوس مصئونې شوي دي، یعنې هیڅ استخباراتي کړۍ د هغوی ټیلفوني مکالمو ته لاس رسی نه شي پیدا کولای.″

د سیاسي مشرانو د ټیلیفوني مکالمو د اوریدو په اړه اندیښنې وروسته له هغې را ولاړې شوې، چې څه باندې درې میاشتې وړاندې د امریکا د استخباراتو یوه پخواني چارواکي ادوارد سنوډن وویل، چې د هېواد استخباراتو یې د یو شمېر هېوادونو د سیاسي مشرانو ټیلیفوني خبرې ثبت کړي دي.

هماغه وخت داسې راپورونه خپاره شول، چې په افغانستان کې هم شااوخوا دوه میلیارده ټیلفوني مکالمې اوریدل شوي، چې دې راپورونو د افغان چارواکو غبرګونونه راوپارول.

د افغانستان مشرانو جرګې د دې راپورنو له خپریدو سره سم د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین استجواب کړ او په دې اړه یې وضاحت ترې وغوښت.

ښاغلي سنګین هغه مهال د مشرانو جرګې غړو ته وویل، چې د افغان لوړ پوړو چارواکو ټیلیفوني خبرې مصئونې نه دي او خوندیتوب یې مغلق او پرمختللی سیستم ته اړتیا لري.

دا چې مخابراتو وزارت اوس څه ډول سیستم رامنځ ته کړی چې له مخې یې د افغان لوړ پوړو چارواکو ټیلیفوني مکالمې مصئونې شوي؟ د دې وزارت ویاند وایي چې دوی سیستم نه شي افشا کولای.

نصرت الله رحیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې یوازې دومره وویل، چې دوی افغان چارواکو ته سلام سیمکارتونه ویشلي او یوازې د همدې سیمکارتونو خبرې مصئونې دي:

″موږ د سلام سیمکارټونه ولسمشر، د هغه معاونینو او د کابینې غړو ته ورکړي دي، پلان لرو، چې والیان او وکیلان هم په دې پروسیجر کې راولو، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نه غواړي، چې دا سیستم معرفي کړي، دا موږ ته محفوظ دی، د دې لپاره، چې استخباراتي کړۍ بل خصوص زموږ همسایه ګان دې ته لیوالتیا لري، چې د افغان چارواکو ټیلیفوني مکالمې واوري.″

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د بل چا ټیلیفوني خبرې اوریدل د قانون خلاف یو عمل دی.

ځیني کارپوهان وایي، که چیرې د افغان چارواکو او په ځانګړې توګه امنیتي ادارو ټیلفوني خبرې مصئونې شي، د سیمې او ګاونډ استخبارات به هم په افغانستان کې د خپلو تخریبي فعالیتونو په عملي کیدو کې له ستونزو سره مخ شي.

راپور: اسدالله ″لودین″- کابل
XS
SM
MD
LG