د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

امریکا له افغانستان سره د مرستو نوي پروګرامونه اعلانوي


د بارک اوباما اداره به د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د سلګونو ملیون ډالرو مرستو پلانونه په ډاګه کړي چې؛ هدف یې له دې هېواد سره د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د اقتصادي ثبات ټینګښت دی.

د دې ویره شته چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره چې د نړیوالې ټولنې د څو کلونو ملیارډونو ډالرو مرستو سره سره تراوسه یو د نړۍ ترټولو بې وزلی هیواد دی؛ مالي مرستې کمې شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپورله مخې د امریکا نړیواله پراختیایي اداره (USAID) به له افغانستان سره په درېیو برخو کې د پراختیایي مرستو پلانونه اعلان کړي.

د غه مرسته چې درې سوه ملیون ډالروته رسي؛ د امریکا د هڅو یوه برخه ده؛ څو دا یقني کړي چې، کله په افغانستان کې د جګړې اقتصاد پای ته رسیږي، دا هېواد بېرته د بې وزلۍ یا اقتصادي په شاتګ لورته مخه نه کړي. د راپورله مخې افغانستان په تېرو دولسو کلونو کې د روغتیا؛ پوهنې او نورو برخو کې ډېر پرمختګونه کړي دي.

باثباته افغانستان:

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې مشر لاري سمپلر له رویټرز اژانس سره په مرکه کې وویل؛ مساله دا ده چې، موږ اوس څه کولای شو چې، د پرمختګ پرلوري د یوه سالم او باثباته افغانستان د دوام ډاډ حاصل کړو.

امریکا به له افغانستان سره دغه نوې مرستې د کرنې د ودې، د افغان حکومت د عوایدو د زیاتوالي او د نړیوالی سوداګری په سازمان کې د دې هېواد د غړیتوب په چارو لګوي او یوه برخه به یې د افغانستان له پوهنتونونو سره د امریکا د تړونونو د ساتلو پرچارو لګول کیږي.

​تېره میاشت د امریکا کانګرس له افغانستان سره په ملکي برخه کې مرستې کمې کړي چې؛ د رویټرز په وینا دا له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د کانګرس نه لېوالتیا په ډاګه کوي؛ ځکه کانګرس انګیري چې، په دې هیواد کې د امریکا مالي مرستې بې ځایه لګول کیږي.

له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې د مرستیو دوام دغه راز د کابل او واشنګټن ترمنځ په امنیتي تړون پورې هم تړلی دی چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزي یې تر اوسه له لاسلیک څخه ډډه کړې ده.

افغانستان به ښایي د ۲۰۱۴ کال په پای یا د ۲۰۱۵ کال په پیل کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان غړیتوب حاصل کړي چې؛ دا کار به د دې هېواد د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
سیمپلر
​د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې مشر سیمپلر وویل؛ له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دې هېواد کې اقتصادي چارې ورو شي او موږ غواړو، هرڅومره چې کیدای شي د دغه اقتصادي رکود مخه ونیسو.

د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د پروګرامونو مشر اندریو ویلدیر وویل؛ د سیمه ییزې سوداګرۍ او د کرڼې پر اقتصاد نویو پروګر امونو داسې احساس پیدا کړی چې؛ افغانستان به د اقتصادي انتقال په برخه کې راتلونکي ستونزمن کلونه په مخ کې ولري.

خو په هرصورت د هغه په وینا، دا مساله ترډېره د افغانستان په سولې او ثبات او هم د هند او پاکستان په اړیکو پورې تړلې ده چې؛ په خواشینۍ سره په دواړو مواردو کې ډېرې ستونزې موجودې دي چې؛ هوارول یې سخت کار دی.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) د پروګرامونو ۱۲۵ ملیون ډالره به په افغانستان کې د خوراکي او کرنې پر سکتور لګیږي. که څه هم په دې برخه کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې نړېوالو په سلګونو ملیون ډالرو مرستې کړي؛ خو د دې هېواد خرابه سړکونو او په منځنۍ اسیا کې په وچه کې ایثار موقعیت یې د دې سبب شوی چې؛ بازارانو ته د بزګرو محصولات په سمه توګه ونه رسیږي.

د بزګرانو محصولات:

د دې ادارې مشر وویل، د نویو پروګرامونو هدف دا دی چې؛ د بزګرو محصولات له پخوا زیات بازارونو ته لار پیداکړي.

د دغو مرستو ۷۷ ملیون ډالر به په یوه څلور کلن پروګرام لګیږي چې؛ له مخې یې افغانستان وکولای شي؛ پراخ نړېوال تجارت ته لاره پیدا کړي؛ په دې هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره او هم د حکومت عواید زیات شي.

د سیمپلر په وینا، افغانستان به ښایي د ۲۰۱۴ کال په پای یا د ۲۰۱۵ کال په پیل کې د نړیوالې سوداګرۍ سازمان غړیتوب حاصل کړي چې؛ دا کار به د دې هېواد د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د دغو پروګرامونو وروستۍ برخه تقریباً ۱۰۰ ملیون ډالر به د افغانستان له لسو پوهنتونو سره مرسته کیږي چې؛ ځوان محصلان وکولی شي، هغه مهارتونه ترلاسه کړي چې؛ په افغانستان کې په خصوصي سکتور او عامه سکتور کې ورته اړتیا ده. دا پروګرام د امریکا د درېیو پوهنتونوپه همکارۍ عملي کیږي.
XS
SM
MD
LG