د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

افغانستان غواړي له ترکمنستانه زر مېګاواټه برېښنا وارد کړي


د افغانستان د بریښنا شرکت وايي، ټاکل شوې نن شنبه د دې شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته ولاړ شي او افغانستان ته له دې هېواده د لا ډیرې بریښنا په واردولو له ترکمن چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري، له ترکمنستان څخه د زرو میګاواټه برېښنا د واردولو په اړه د دې هیواد له چارواکو سره خبرې پیل کړي.

د برېښنا شرکت د مسوولینو په وینا؛ ټاکل شوې نن د دې شرکت یو پلاوی په همدې سلسله کې ترکمنستان ته ولاړ شي.

د دې شرکت رییس میرویس عالمي وايي؛ دا پلاوی به له ترکمنستان څخه د برېښنا د پنځه سوه کیلو ولټه امپیره نوي مزي د انتقال په هکله خبرې وکړي.

عالمي د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په افغانستان کې به د ترکمنستان له دې اضافي برېښنا څخه په ۲۰۱۸ کال کې ګټه اخیستلای شي:

"د افغانستان دغه ترکیبي پلاوی به په دمشق کې د فبرورۍ په یوولسم او دولسم تاریخ په پلان شویو غونډو کې د بریښنا د قیمت او نورو تجارتي مسایلو پر سر ځینې موافقې وکړي.

دا خبرې به د افغانستان په ګټه وي او انشالله دا موافقې به عملي شي."


د ښاغلي عالمي په وینا د دې پروژې مالي لګښت د اسیا بانک له خوا ورکول کیږي.

نوموړی وايي، اوس هم افغانستان له ترکمنسان څخه پنځوس میګاواټه بریښنا واردوي.

دا چې په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د برېښنا بندونه جوړ نه شول، نو دا هېواد اړ شوی چې له بهره یې وارده کړي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوس افغانستان په کال کې له ۴۰۰ څخه تر ۴۵۰ میګاواټه برېښنا له بېلابیلو هېوادونو څخه وارد وي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو پراساس د افغانستان دا مهال له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ میګاواټه پورې خپله بریښنا تولیدوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي چې؛ د وارداتي بریښنا بیه لوړه تمامیږي؛ نو افغان دولت باید په هېواد کې دننه د بریښنا تولید ته توجه زیاته کړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یو استاد تاج محمد اکبر وايي؛ چې موږ باید له خپل تولیدي برق نه ګټه واخلو:

"دا ډېره په لوړه بیه تمامیږي، له درېیو افغانیو څخه تر ۹ افغانیو پورې في کیلو واټ برق تمامیږي. خو زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې دا کچه ډېره ټيټه ده؛ موږ باید له خپل تولیدي برق نه ګټه پورته کړه."

د کارپوهان په باور افغان حکومت د برېښنا د تولید په برخه کې باید له طبیعي سرچینو نه زیاته ګټه پورته کړي؛ ترڅو د برېښنا له پلوه پر ځان متکي شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د چارواکو په وینا؛ افغان حکومت په ۲۰۱۳ کال کې ګانډیو هېوادونو ته دوارداتي برېښنا له درکه ۱۸۳ میلیونه ډالره ورکړي دي.

ویل کیږي چې، افغانستان دا مهال له ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه برېښنا وارده وي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG