د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

ښځينه تیاتر کارکوونکې کومې ستونزې لري؟


په افغانستان کې لومړنۍ د تیاتر ممثلانې چې صحنې ته راغلې څوک وې؟

نن سبا ښځينه تیاتر کارکوونکې کومې ستونزې لري؟ او د دوی غوښتنې څه دي؟

تیاتر د ډراماتیکو هنرونو هغه برخه ده چې؛ د ستیژ په سرپه ژوندۍ بڼه تمثيلېږي.

د دغه هنرتاریخ له میلاده پنځه پېړۍ مخکې یونان ته ورګرځي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې د تیاتر لومړۍ نندارې د امیر شیرعلي خان په وخت کې پیل شوې، کله چې یو شمېر هندي هنرمندان د کابل په خرابات کوڅه کې میشته شول او د موسیقي تر څنګ یې خلکو ته تیاتر ته ورته ځينې نندارې هم وړاندې کولې، خو د تیاتر اساسي بنسټ د شاه امان الله په دوره کې کېښودل شو او په ۱۳۰۳ لمریز کال کې د ستوري په ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن پر مهال د تیاتر لومړۍ ننداره جوړه شوه.

بیا د پغمان کابل او هرات تیاترونه جوړ شول او بیا وروسته د پوهنې نندارې، روزنه یا ښاري نندارې، مرستون نندارې او داسې نورې نندارې رامنځ ته شوې. په دغو وختونو کې ښځو دې هنر ته نه وه مخه کړې او د ښځو رولونه به هم نارینه وو لوبول.

په ۱۳۳۳لمریز کال کې موسسه عالي نسوان ټولنه چې مشري یې د غازي امان الله خان ورېرې زینب سراج کوله جوړه شوه، زینب سراج په خپلو هڅو وتوانېده چې په ۱۳۳۶ کال کې ښځو لپاره د تیاتر ځانګړې ننداره چې بیا وروسته زینب نندارې ونومول شوه جوړه کړي. چې یوازې ښځې به ورتلې.

نور معلومات د نیمې نړۍ په همدې خپرونه کې واورئ:

نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:44 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG