د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

"له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل به ترلاسه شوې بریاوې زیانمنې کړي"


د برتانیا چاپ ډېلي ټلګراف ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې ویلي؛ له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو وتل به له القاعده او طالبانو سره د مبارزې په چاره کې ترلاسه شوې بریاوې زیانمنې کړي.

ورځپاڼه د امریکا د لوی درستیز جنرال "مارټین ډیمپسي" له قوله لیکي؛ چې وايي، د افغانستان امنیتي ځواکونه له میلیاردونو ډالرو مرستو او د نړېوالې ټولنې له ملاتړ سره سره له دیارلس کلونو وروسته لاهم د مخالفو وسله والو له کلک مقاومت سره مخامخ دي.

ډېلې ټلګراف د جنرال دیمپسي له قوله زیاتوي، دا ډېره مهمه ده چې له افغانستانه د ناټو د محاربو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې یو فعال حکومت او داسې یو پوځ میراث پاتې شي چې؛ د القاعده او د دې شبکې د متحدو ډلو د بیا پاڅون مخنیوی وکړای شي.

نو ځکه د ورځپاڼې په وینا امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې؛ له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو سره به د دې هېواد امنیت او د سیمې ثبات برباد شي؛ خو جنرال ډیمپسي وویل چې؛ تراوسه له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د اېستلو لپاره کومه طرح نشته.

ډېلي ټلګراف زیاتوي، البته امریکايي چارواکي پردې ټينګ دي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي موافقه باید ژرترژره لاسلیک شي؛ څو دوی د خپلو پلانونو پر جوړولو لپاره کار پیل کړي. د ورځپاڼې په وینا، د دې موافقې په اړه ټول اختلافونه او ستونزې حل شوې وې؛ خو افغان ولسمشر ناڅاپه د هغې د لاسلیک د ځنډولو پرېکړه وکړه.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي تړون په لاسلیک کې د ځنډ د عواقبو او د افغانستان د اسعارو پر بازار د دې پرېکړې د ناوړه اغېزو په اړه یو مطلب خپور کړی. د مطلب په يوه برخه کې راغلي چې؛ وارخطا افغانانو د ډالرو اخیستل پیل کړي.

د کابل په شهزاده سرای کې څو تنو صرافانو ورځپاڼې ته ویلي دي چې؛ د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دې سند د لاسلیک کولو په برخه کې د ځنډ له اعلان وروسته خلکو په بېساري ډول د ډالرو اخیستلو ته مخه کړې.

دا صرافان وايي، د ولسمشرحامد کرزي څرګندونو له ۲۰۱۴ کال وروسته د راتلونکي پر امنیت د افغانانو ډاډ زیانمن کړ.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، سږکال د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې په سلو کې یوولس کمښت راغلی او د یو ډالر بیه تقریباً شپېتو افغانیو ته اوچته شوې ده. همداراز د وریجو بیه چې افغانان زیاته اړتیا ورته لري په سلو کې دېرش لوړه شوې او د میوو بیې تردې هم لوړې شوې دي.

ورځپاڼه د کابل ښاریانو له قوله لیکي؛ چې وايي، په دې ښار کې د یوې عادي کورنۍ عواید په میاشت کې اوه زره افغانیو ته رسېږي چې له ۱۲۰ امریکايي ډالرو سره انډول دي او د بیو له لوړېدو سره په دې ښار کې ژوند له ګڼو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.
XS
SM
MD
LG