د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

"له ښځو سره د تشدد د عاملینو پر وړاندې د معافیت دود دې له منځه یوړل شي"


د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښې د رو ان لمریزکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په مقایسه شاوخوا پینځه ویشت فیصده زیاتي شوي.

د یاد کمیسیون مشرې سیما سمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډي ته وویل؛ چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو په خاطر باید د معافیت دود له منځه یوړل شي.

میرمن سمر وویل، چې پولیس د تاوتریخوالي په پيښو کې مخکې تر دې چې د کوم چا له خوا ورته شکایت وشي؛ باید اقدام و کړي.

"بله مساله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پيښو کې د معافیت د فرهنګ له منځه وړل دي. له ښځو سره تاوتریخوالی ناموس داري ګڼل کیږي. دوی شکایت نه کوي او کله چې یوه میرمن شکایت وکړي؛ هغه د خپل شکایت بېرته اخیستلو ته مجبوره کیږي. موږ غواړو چې پولیس باید دې ته انتظار ونه باسي چې د یو جرم په اړه ورته شکایت وشي."

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون یو تازه راپور وايي؛ چې د روان لمریز کال په لومړیو شيږو میاشتو کې د تاوتریخوالي څلور زره او سل پيښې ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي چې، دا پيښې د څه باندې زرو کسانو د شکایتونو پر اساس ثبت شوي.

د ۱۳۹۱ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي درې زره او درې سوه پيښې ثبتي شوي وې.

په یاد راپور کې د ښځو د وهلو او ټکولو یو زر او دوه سوه نهه څلویښت پيښې ثبت شوي چې د تاوتریخوالي په ډولونو کې تر ټولو زیات موارد لري.

تر دې وروسته، د ژبني، رواني، اقتصادي او جنسي تاوتریخوالي پيښې د شمېر له پلوه دوهم، درېیم او څلورم ځای لري.

راپور دغه راز وايي، چې په همدې مودې کې دوه دیرش پېښې د قتل، دوه نوي د ځان وژنې او څلوردېرش مورده هم د ځان سوځنې ثبت شوي دي.

د دې راپور له مخې په زیاتو مواردو کې مېړونه د تاوتریخوالي په پيښو کې ملامت ګنل شوي دي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، چې که چېرې دوی ته د تاوتریخوالي د کومې پيښې په اړه معلومات ورکړل شي؛ دوی یې په اړه اقدام کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش آزادي راډيو ته وویل؛ چې په زیاتره دا ډول پيښو کې د خشونت د قرباني شوي ښځې خپلواک موږ ته معلومات نه راکوي.

"پولیس هغه موارد څیړي چې کسان تورن شوي وي او یا له پولیسو څخه د مرستې غوښتنه وشي. داسې نه دی چې موږ ټول کورونه په افغانستان کې وڅارو. کوم موارد چې پولیسو ته یې په اړه معلومات ورکړل شي؛ پولیس ژر تر ژره اقدام کوي. موږ تل هغه وخت خبریږو چې کومه پيښه وشي او دا د هغه کورنۍ د نه همکارۍ په خاطر ده."

د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه همدا راز وايي؛ چې په ځینو مواردو کې عدلي او قضایي ارګانونه نه دي توانیدلي؛ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پيښې وڅیړي.

دا کمیسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتیدو اندیښنه څرګندوي او وايي، چې تعلیم ته د ښځو کم لاس رسی او د قانون حاکمیت او د ښځو حقوقي وضعیت ته د دولت کمه پاملرنه د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیاتوي.
XS
SM
MD
LG