د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

په هیواد کې د نابینایانو د وضعیت په اړه اندیښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په هیواد کې د نابینایانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له مسوولو ادارو څخه غواړي چې؛ نابینایانو ته د زده کړې، روغیتايي خدمات او کاري زمینې په برابرولو کې لا ډیرې هڅې وکړي.

د یکشنبې په ورځ د نابینایانو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونده کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون استازی "احمدضیا لنګري" وویل چې؛ لاهم په هېواد کې څلور لکه کسان د بینايي توان نه لري.

ښاغلي لنګري وویل چې، په نړۍ کې د نابینایانو د تدريس لپاره پرمختللي وسایل کاریږي؛ خو په افغانستان کې یې کم شمیر ترې برخمن دي:

"یو لویه ستونزه د زده کړې مساله ده.

په افغانستان کې څه کم زر تنه نابینایان بریل لیک ته لاس رسۍ لري او پاتې نور له بریل لیک سره بلدتیا نه لري او دا یوه لویه ستونزه ده، په هېواد کې یوازې درې ښونځي د نابینایانو لپاره جوړ شوي او دا ډیر محدود ښوونځي دي."


ښاغلی لنګري زیاتوي چې، دولت باید د معلولینو په ارتباط خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي ترڅو معلولین په ټولنه کې له خپلو امتیازاتو څخه برخمن شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې کابو شل فیصده نابینایان زده کړې ته لاس رسۍ لري.

په کابل ښار کې د نابینایانو لیسه د نابینایانو یوازینی لوی ښوونځی دی چې؛ اوسمهال په کې نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

په عین وخت کې یوشمېر نجونې او هلکان چې د بینايي توان نه لري؛ له خپل ژوند څخه نا هیلې دي.

فاطمه او حلیمه هغه دوتنه نابینا انجونې دي چې، حتی په ټولنه د ځینو کسانو له چلند څخه هم شکایت لري.

په عین وخت کې د افغانستان د کار ټولینزو چارو وزارت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا ادعا ردوي چې؛ ګڼې نابینایانو ته د زده کړې، روغتیا او کار په برخو کې لازم اقدامات نه دي شوي.

د کار او ټولینزو چارو وزارت مرستیاله ثریا پیکان وايي؛ چې دوي چمتو دي ترڅو معلولینو او په ځانګړې ډول نابینایانو ته کاري زمینې برابرې کړي.

د کار او ټولینزو چارو د وزارت د ارقامو له مخې اوس مهال په افغانستان کې اته لکه معلولین او معیوبین دي چې؛ له دې ډلې څخه څه باندې یو لک معلولین په دې وزارت کې راجسټر شوي او هر میاشت یو څه مالي امتیازات هم ترلاسه کوي.

خو د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له معلوماتو سره سم له یوازې اتمه برخه معلولین او معیوبين د دولت له مالي امتیازاتو څخه برخمن کیږي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG