د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

په سمنګان کې د کان د نړېدو پېښه ګونګه معما ښکاري


په سمنګان ولايت کې د يوه کان د نړېدو له پېښې دوې اوونۍ تېرې شوي، خو تر اوسه دقيقاً نه ده معلومه چې د کان د نړېدو سبب څه و؟

دوې اوونۍ مخکې چې د کلي د سکرو کان ونړېد او ٢٣ تنه کسان يې ووژل، سجادالدين د ځمکې هغې څمڅې ته مخه کړه، چې د معراج الدين په نامه زوى يې ژوندى تر خاورو لاندې شو.

د ده مړى پيدا شو، خو پلار يې غوښتل د خپل اتلس کلن زوى د کاليو ټوټې او خولۍ پيدا کړي چې د ده د نښې په توګه يې له ځان سره وساتي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کانونو صنعت دغه ليرې پروت کلى له غريبۍ څخه وژغوري، خو د دې پرځاى په کان کې وروستۍ غميزې په لسګونو کورنۍ بدمرغې کړې.

حکومت ادعا کوي چې کان د وسلوالو طالبانو له خوا منفجر شوى دى، خو ځايي خلک وايي، د حکومت د بې کفايتۍ له کبله ونړېد.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه پوښتنه کوي، چې د ابخورک کان- کارګران د چا له خوا ووژل شول؟

د ابخورک کان تر نړېدو وروسته کليوالو دغه کان چې ټاکل شوې وه، د دوى لپاره د نجات وسيله وي، بند کړى دى. پوليس وايي ځايي خلکو د غوسې له کبله دولتي انجيران په کان کې په ډانګونو وډبول.

سجادالدين واشنګټن پوسټ ته وويل: ”موږ داسې احساس کوو چې هرڅه مو له لاسه ورکړي، ډېر خوابدي يو“.

د سمنګان ولايت د ابخورک کلي اوسېدونکي پوهېدل چې د دوى تر خاورو لاندې طبيعي زېرمې شته. د کلي له ځمکې د ډبرو سکاره راوتل. کليوالو د څو کلونو لپاره دغه سکاره د بېلونو په مرسته ټولول او د کورونو په بخاريو کې يې کارول.

حکومت په ٢٠١٠م کال کې سيمې ته انجيران ولېږل چې د څلورو مايلو په اوږدوالي دغه کان جوړ او ورته غزېدلى سړک پوخ کړي.

د سجادالدين په ياد دي چې زوى هغه وخت د کار قرارداد لاسليک کړ او دغو کارګرو ته د ورځې څلور ډالره ورکول کېدل، چې د مامورينو د معاش څه باندې دوه برابره کېږي.

دغه کان د افغانستان په داسې برخه کې پروت دى، چې د سخت دريځو وسلوالو بريدونه په کې کم دي.

سجاد الدين د سپټمبر پر څوارلسمه په خپله کرونده کې کار کاوه چې يوې درنې چاودنې ځمکه ولړزوله، دا د ماسپښين شا و خوا يوه بجه وه، د ده د زوى کار تازه شروع شوى و.

ده د کان پر لوري وځغستل، چې يوه برخه يې نړېدلې وه. له کان څخه لمبې پورته کېدې، هغه کسان چې له کان څخه راوتل د اکسيجن د کموالي له کبله يې په سختۍ ساه کښله، کليوالو په کان کې د راګيرو شويو کسانو د ژغورنې لپاره په لاس د ځمکې کيندل پيل کړل.

له درېيو ورځو وروسته دوى د سجادالدين د زوى په ګډون يوازې ٢٣ مړه کان کيندونکي راوايستل، ٢٧ تنه نور کارګران ټپيان شوي وو.

په کابل کې د افغانستان پر صنعت د څار ادارې څېړونکو له اوږدې مودې راهيسې ويل چې د افغانستان د ډبرو د سکرو کانونه له ميتان ګازو د خونديتوب سيسټم نه لري، چې دغه ګاز د وژونکو چاودنو سبب کېږي.

دغه اداره وايي د ابخورک کان په ګډون د ډبرو د سکرو کانونه د خونديتوب اساسي امکانات او داسې وسايل نه لري چې د ګازو اندازه وڅاري.

په کابل کې د کانونو وزارت ويلي د کان کارکوونکو يې تر دې چاودنې مخکې د ګازو اندازه او د خونديتوب سيسټم چک کړ، کومه ستونزه يې نه درلوده. دغه وزارت په کان کې چاودنه د وسلوالو طالبانو کار بولي.

د روى دو اب ولسوال عبادالله مجاهد هم د وزارت نظر تاييدوي. وايي په سيمه کې د طالبانو مشر له اوږدې مودې غوښتل پر دې کلي بريد وکړي. دى وايي استخباراتي معلومات يې ښيي چې تر چاودنې مخکې يوه شپه دوه وسلوال کسان کلي ته نژدې ليدل شوي وو.

ورځپاڼه په پاى کې ليکي، دا چې کومه مسئله د ابخورک کان د غميزې سبب شوه؟ معلومه نه ده، ځکه شواهد او مدارک د سکرو او خاورو تر کوټې لاندې شول.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي دوى به د تحقيقاتو تر بشپړېدو وروسته په دې کان کې کار بېرته پيل کړي.
XS
SM
MD
LG