د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

"د سمنګان وروسته پیښه د حکومتي چارواکو د نه پاملرنې له امله شوې"


د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره وايي چې؛ په سمنګان ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د یو شمېر کارګرانو د وژل کیدو پیښه د دې کارګرانو مصوونیت ته د حکومتي چارواکو د نه پاملرنې له امله شوې.

دې ادارې او د کانونو په برخه کې یو شمېر کارپوهانو له حکومت څخه وغوښتل چې؛ د آبخورک په نوم د دې کان د کیندنې حکومتي مسوولین دې محاکمه کړای شي.

څو ورځې مخکې د دې کان د یوې برخې د راپریوتو په پيښه کې شاوخوا درویشت کان کیندونکي ووژل شول او شل نور ټپيان شول.

بل خوا د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزار لا هم په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې دا پیښه د وسلوالو مخالفینو له خوا یوه دسیسه وه.

د افغانستان د شفافیت د څارنې اداره چې؛ یو غیر دولتي بنسټ دی وايي لومړنۍ څیړنې یې ښيي چې په سمنګان ولایت کې د ګان د یوې برخې د راپریوتو پيښه د شمال ‌ډبرو سکرو د تصدۍ د مسوولینو له بې غورۍ رامنځ ته شوې ده.

دوی د افغان چارواکو ادعا رد کړه چې؛ ګنې دا پیښه د وسلوالو مخالفینو له خوا په کان کې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

د شفافیت د څارنې د ادارې یوه تحقیق کوونکي جاوید نوراني د دوشنبې په ورځ وویل چې په کان کې د چاودنې علت د میتان د ګازو زیاتوالی و او د پیښې پر وخت د قانون پر خلاف د اتو کارګرانو پر ځای پنځوس تنه کان ته ور دننه شوي وو:

(زموږ د تحقیق نتیجه دا وه چې چاودنه د میتان د ګاز له امله شوې، ددې ګازو فیصدي لوړه تللې وه. همداراز ددې پر ځای چې اته کسان کان ته دننه شي، پنځوس کسان یې ور لیږلي و، چې دا د قانون پر خلاف کار دی.

موږ دولت ته څو وړاندیزونه لرو، یو دا چې سم تحقیق وشي او بل دا چې د شمال د ډبرو سکرو د تصدي رییس او همکاران یې دې محکمې ته ور معرفي شي.)

تیره اونۍ د سمنګان د ابخورک د ډبرو سکرو د کان د یوې برخې د راپریوتو په پيښه کې درویشت کان کیدونکي ووژل شول او شل نور ټپيان شول.

د شفافیت د څارنې د ادارې په غونډه کې د مدني ټولنو ځینو فعالانو او د کانونو وزارت یو شمیر پخوانیو چارواکو وویل چې دا پيښه باید په جدي توګه تعقیب شي.

دوی د کانونو او پطرولیم پر وزارت دا انتقاد هم کاوه چې د کانونو د ویستلو لپاره یې غیر مسلکي کسان ګمارلي دي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې؛ که د ‌‌ډبرو سکرو د کان وروستۍ پیښه جدي تعقیب نشي ښايي په راتلونکې کې نورې داسې پيښې هم تکرار شي.

بلخوا د کانونو او پطرلیم وزارت چارواکي په خپل پخواني دريځ ټینګار کوي چې وايي د سمنګان د ډبرو سکرو د کان پيښه د سلوالو مخالفینو له خوا یوه دسیسه وه.

تراوسه وسلوالو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ددې وزارت ویاند محمد رفیع صدیقي همداراز ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو د نوي قانون په طرحه کې یو فصل ټول د کانونو د کارګرانو مصوونیت ته ځانګړی دی:

(د کانونو په نوي قانون کې چې تمه لرو پارلمان یې تصویب کړي، یو فصل د کارګرانو د مصوونیت په اړه دی، مدني ټولنه او ځینې کارپوهان چې انتقادونه کوي، له واقعیت سره هیڅ سر نه خوري. زموږ امنیتي راپورونه داښيي چې پيښه د مخالفینو له خوا پلان شوې وه، د مخالفینو ځینې کړۍ غواړي چې د کانونو د وزارت فعالیت تر پوښتنې لاندې راوي.)

افغانستان د کانونو له پلوه یو غني هیواد بلل کیږي او خلک یې هیله من دې چې د کانونو استخراج به یې د هیواد اقتصاد پياوړی کړی.

تراوسه پورې افغان دولت د لوګر د مس عینک او په شمال کې د تیلو د استخراج د یوې پروژې په ګډون ځینې قراردادونه کړي دي چې تمه ده په راتلونکې کې د افغانستان د ملي بودجې یوه برخه تمویل کړي.

خو لا هم ددې قراردادونو د سم مدیریت او پلي کیدو په اړه ځینې اندیښنې پر ځای پاتې دي.
XS
SM
MD
LG