د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

جنسي تجاوزونو او کورنیو تاوتریخوالو یو شمېر ښځې په روحي ستونزو اړولي


جنسي تجاوزونو او کورنیو تاوتریخوالو یو شمېر افغان نجونو او ښځو ته روحي صدمه رسولې ده.

۱۶ کلنه لایقه د زرګونو قرنیانو له جملې څخه یوه ده، چې عدلیي او قضايي ارګانونه یې دوسیه نه څیړي او پر وړاندې یې بې غوري کوي.

هغه؛ چې د خپلې دوسې د تعقیب لپاره له بامیانو څخه کابل ته راغلې له حکومت نه غوښتنه کوي؛ چې د معافیت فرهنګ دې نور ختم کړي او د تاوتریخوالي عاملین باید محاکمه او مجازات شي.

د افغانستان د بشر حقوقونو خپلواک کمېسیون هم وايي؛ په عدليي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد او معافیت فرهنګ له امله له ښځو سره د تاوتریخوالي ځینې دوسیې نه څیړل کیږي.

د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په لیرې پرته سیمه بغلک کې شپاړلس کلنه لایقه هغه انجلۍ ده چې وايي، په سیمه کې د څو زور واکانو له خوا پرې جنسي تیری شوی خو عاملین یې سرې سترګې ګرځي.

هغه چې نږدې یوکال وړاندې ورباندې دوو کسانو جنسي تیری کړی و، وايي دې پیښې له رواني پلوه دومره اغیزمنه کړې چې اوس ورته ژوند هیڅ مفهوم نه لري.

لایقه وايي؛ ترڅو چې تجاوز عاملین په سختې سزا ورنه رسول شي خپل عادي ژوند ته به ونه ګرځي.

لایقې سره مې په کابل کې د بشر حقوقونو دخپلواک کمېسیون په ساحوي دفتر کې وکتل، هغې په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدلې او ویل یې په دې دومره موده کې مې تر دې حده ژړلي چې دسترګو اوښکې مې وچې شوې دي.

نوموړې چې نږدې دوه ساعته دخپل پلار تر څنګ ناسته وه او په دواړو لاسونو یې اوښکې پاکولې په کلیواله لهجه یې داسې راته وویل:

(سیما زما خور لڼه ما پسې راغله راته یې وویل؛ چې راځه کالي پریمنځو، زه ورسره روانه شوم ، ماته یې وویل راځه لومړی به ډوډۍ وخورو بیا به کالي پریمنځو،ماورته وویل ښه دواړه روانې شوو، کله چې دورازې ته وروسېدو ماورته وویل ته ورځه ډوډۍ راوړه زه دباندې دویالې په سره دریږم ،هغې ماته وویل نه هیڅ خبره نشته راځه دواړه کورته څو ،کله چې زه کورته ورسره ولاړم،دکور دروازه راپسې وتړله هغه ولاړه، هرڅومره مې چې وژړل ،چغې ،فریاد مې وکړ چا مې غږ وانه ورېد زماکور لرې و، دجمعه زوی اشور او دحسن زوی علی راغلل توپنچه یې په سره راکېښوده راته یې وویل شور ونه کړې،که نه وژنو دې دواړه رباندې تجاوز وکړ، هغوی پیسه داره دي،مالونه اوپسونه لري زورواکي دي که چا راسره مرسته ونه کړه ځانوژنم.)

نږدې څلور میاشتې وړاندې د افغانستان دبشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې دناموسي وژنو او په ماشومانو اونجونو باندې دجنسي تیریو په ډیریدونکو پیښو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

دیاد کمېسیون چارواکي وايي په تېر کاله کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دهغو ۴۵۰۰ دوسیو له جملې څخه کې له کمېسیون سره ثبت دي ۴۰ جنسي تیري او ۷۵ یې ناموسي وژنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدې کمیسیون ویلي وړم کال کې له ښځو اوماشومانو سره دتاوتریخوالي دڅه باندې ۳۰۰۰ دوسیې ورسره ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې په عدليي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد د دې سبب شوی چې د دې ډول زیاتو پېښو عاملین دپیسو په ورکولو سره ځان ته برایت ورکړي،چې په دې سره د پيښې قربانیان لا ډيرمتضرر کیږي.

دلایقې پلار چې دخپلې لور د دوسیې دتعقیب لپاره له بامیانو څخه کابل ته راغلی وايي کله چې یې پر لور تجاوز کوونکي له بند څخه خلاص شول نو سخت ورباندې خپه او ناهیلی شو.

هغه له عدلیي اوقضايي ارګانونو څخه وغوښتل چې دلور دوسیې ته یې دې رسیده ګي وکړي:

(داسې وشول چې څارنوال له ماپیسې وغوښتې حکومت موږ ته فریب راکوي پیسې رانه غواړي شل زره روپۍ مې څارنوال ته ورکړې زه یو غریب سړی یم پیسې نه لرم ، زما جانب مقابل زیاتې پیسې لري په خارج کې دي.)

دافغانستان دبشري حقوقونو په خپلواک کمېسیون کې دښځو دحقونو او ملاتړ برخې مسوولې فتانه قریشي له ښځو سره دتاوتریخوالي دزیاتېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل دځینو ولایتونو په عدليي اوقضايي ارګانونوکې پراخ اداري فساد د دې لا امل شوی چې خپلې دوسیې له ولایتونو مرکز ته رانتقال کړي:

(په ۱۳۹۱ کال کې دجنسي تېریو ۱۸ پېښې او سږکال تر اوسه دوه پېښې ثبت شوې دي،دغه موضوع ډېره داندېښنې وړ دی دغه پېښې په هغو سیمو کې زیاتې دي چې هلته نا امن وي او دحکومت حاکمیت نه وي،موږ تل هڅه کړې هغه قضیه چې عدلیي او قضايي ارګانونوته راجع کوو تر اخرې مرحلې پورې هغه تعقیب کړو ،اما اوس هم په افغانستان کې دمعافیت فرهنګ موجود دی او عمومآ هغه خلک چې زور واکي دي او په حکومت کې خلک او واسطه لري دوي په زور سره دخلکو حقوق ترپښو لاندې کوي اوبیا برايت حاصله وي او لکه څنګه چې لازم دی او په قانون کې دي متجاوزین نه مجازات کیږي.)

له بل لوري د افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې خلک په خپلو سیمو کې دعدلیي او قضایي ارګانونو له نشتوالی شکایت کوي.

افغان چارواکي هم تایید وي چې په نږدې پنځوسو ولسوالیو کې عدليي او قضايي ادارې نشته.

کتونکي په دې باور دي که افغان حکومت له ښځو سره د تاوتریخوالي د پيښو په اړه جدي اقدامات ونه کړي، نو دغه پيښې به په راتلونکې کې لا زیاتې شي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG