د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

په افغانستان کې ۸۰ فیصده لوړ پوړي ودانۍ، معیاري نه دي


د ښاري پراختیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې 80 فیصده لوړ پوړي ودانۍ، معیاري نه دي او د سختي زلزلې توان نه لري.

د دې وزارت د چارواکو په خبره، له څو کلونو راهیسې د دې وزارت او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو یوه ګډه کمېټه کار کوي ترڅو معلومه کړي چې څومره ودانۍ معیاري او څه شمېر نورې یې معیاري نه دي.

د کابل ښاروالۍ هم دغه ستونزي مني او وايي، چې ډیر ښارګوټي او لوړي پوړې ودانۍ په غیر معیاري ډول د زورواکو له خوا جوړې سوي دي.

د افغانستان په لویو ښارونو کې د ساختماني معیارونو په پام کې نه نیول او د طبیعي پیښو په مقابل کې د لوړپوړو ودانیو ټیټ کیفیت، مسئولي ادارې او خلک اندېښمن کړي دي.

خلک او مسئولین داسې وخت اندېښنه ښيي، چې د چهار شنبې په ورځ د ریکتر په حساب پنځه اعشاریه اوه درجې زلزلې د افغانستان بیلابیل ولایتونه ولړزول او په ختیځو ولایتونو کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه ورپیښ کړل.

د ښارجوړوني وزارت چارواکې وایي، چې د افغانستان په لویو ښارونو کې 80 فیصده داسي لوړپوړي ودانۍ او ښارګوټي جوړ سوي، چې معیاري نه دي.

ددې وزارت مرستیال انجینر محمد اکبر احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې 40 فیصده ودانۍ د دوی له خوا څېړل سوي او خاوندانو ته یې خبرداری ورکړل سوی دی چې ودانۍ یې معیاري نه دي:

“موږ یو کمیسون لرو او د کابل ښاروالۍ او امنیتي ارګانونو په مرسته مو د ودانیو د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی، څو ځینې ودانۍ له تخنیکې پلوه وڅیړي چې آیا د طبعي پیښو، اور غورځوونکې، کانالایزیسون په وړاندي مقاومت لري که نه.

ځینو هغو ودانیو ته مو لارښوونه کړې چې ستونزې یې درلودې څو هغوی د خپل کار په هکله لازم تدابیر ونیسي.”

ښاغلی احمدي وایي، چې دغه ودانۍ د سختي زلزلې توان نه لري او د طبیعي پیښو پر وخت پکې د خلکو د وتلو بېړنۍ لاري هم په نظر کې نه دي نیول سوي.

د راپورونو له مخي په تیرو شا او خوا لسو کلونو کې، په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې لسګونه ښارګوټي او لوړپوړي ودانۍ جوړي سوي.

په دغو ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو کې په زرګونو کورنۍ ژوند کوي او دوی ددغو ودانیو په اړه اندېښمن دي.

د کابل ښار دوو تنو اوسېدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه ودانۍ د زلزلې توان نه لري او افغان دولت باید په دې اړه جدي ګامونه واخلي:

“په دې شپو ورځو کې زلزلې هم ډیري دي، موږ بیریږو، ولي چې ودانۍ معیاري نه دي، له دولته مو هیله ده، چې ددغه ډول ودانیو د جوړلو مخنیوی وکړي.

لوړپوړي ودانۍ جوړیږي، خو معیاري نه دي، نړیوال معیارونه نه لري، خدای دي نه کوي، که زلزله یا بله طبعي پیښه کیږي، په ودانۍ کې دننه او شا او خوا خلک یې له خطر سره مخ کیږي،ددغه ډول ودانیو د جوړولو مخینوی باید د ښاروالیو له خوا پر وخت سوی وای.”

د کابل ښاروالي هم د ښارجوړوني وزارت او د خلکو اندېښنې پر ځای بولي او وايي، چې دغه ښارګوټي او لوړپوړي ودانۍ په غیرقانوني ډول د زورواکو له خوا جوړي سوي.
ددې ادارې مسلکې مرستیال عبدالاحد واحد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ددغه ډول ودانیو جوړول د اندېښنې وړ دي.

تر دې مخکې د افغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت ویلي، چې تر څلور میلیونه جریبه ډیري مځکې د زورواکو له خوا غصب او پر زرګونه جریبه یې پر خپل سر ښارګوټي او لوړپوړي ودانۍ جوړي سوي.

د راپورونو له مخي دغه مځکې تر ډیره حکومت پورې اړه لري، چې پر ځینو یې ودانۍ جوړي سوي او ځیني یې هم پر خلکو پلورل سوي دي.

حکومتي چارواکې وايي، چې دغه مځکې د ملي شورا د ځینو غړو، یو شمېر لوړپوړو دولتي مسئولینو او یوه برخه یې هم د غیر مسئولو وسله والو له خوا غصب سوي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG