د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

په قطر کې د طالبانو دفتر لا هم هیڅ حرکت نه دی کړی


نیو یارک ټایمز ورځپاڼې قطر ته د طالبانو د یو شمېر استازو د تګ او هلته ېې د طالبانو د سیاسي دفتر لپاره پر روانو هڅو یوه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکې، چې درې کاله مخکې د طالبانو یو شمیر استازي په امریکايي الوتکو کې قطر ته واستول شول.

د جمهور ریس اوباما ادارې هیله درلوده، چې په افغانستان کې به د سولې د یوې موافقې لپاره په مذاکرو کې مرسته وکړي او امریکا به په لوړ سر له افغانستان څخه ووځي، خو په قطر کې د طالبانو دفتر لا هم هیڅ حرکت نه دی کړی او ورغلي کسان وخت بیهوده تیروي.

په قطر کې یوه افغان دپلومات، چې نوم یې نه دی څرګند شوی قطر ته د طالبانو د ورغلو استازو د فعالیت په اړه ویلي :

"هغوي د ایرکنډيشن کورونو او لکسو موټرو خوند اخلي، ډوډۍ خوري او ماشومان زیږوي. بل مصروفیت نه لري نو همدا یې کار دی."

نیویارک ټایمز وايي، داسې نه څرګندیږي، چې طالبان به په نږدې وخت کې د مذاکرو پيل ته علاقمند وي ځکه، چې د هوا له ګرمیدو سره د جنګ موسم پيل کېږي، د خونړیو پيښو لړۍ وار د مخه لا پيل شوې او د مذاکرو لپاره هڅو هم نتیجه نه ده ورکړې.

وسله والو طالبانو یو وار بیا د جګړې ډګر ته پاملرنه زیاته کړې ده او دې ته هم زیاته توجه کوي، چې له جګړې څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به يې ګټه او تاوان په څه کې وي.

افغان چارواکې وايي، چې په قطر کې د طالبانو لږ تر لږه اته یا نهه لوړ رتبه استازي له خپلو کورنیو سره یوځای اوسي خو د دوي موجودیت یوازې هغه وخت احساسيږي، چې د سرک پر غاړه یا په کوم مارکېټ کې څوک ورسره مخامخ شي.

په قطر کې یوه افغان دپلومات په وینا، د طالبانو استازي هغه وخت هم لیدل کېږي، چې په دوحه کې د افغانستان سفارت ته د یوه بل نوي زیږیدلي ماشوم د نوم ثبتولو لپاره ورځي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې، چې له طالبانو سره د امریکا په مخکنیو خبرو هم کئ شک او تریدید موجود وو، چې په هغه کې د زندانیانو تبادله، په ګوانتنامو کې د طالبانو د پينځو بندیانو او له طالبانو سره د یوه زنداني امریکايي عسکر د خوشي کېدو مساله هم شامله وه.

خو امریکايي چارواکو وویل، چې خبرې پاې ته ورسیدې او د ۲۰۱۲ کال له پيل راهیسې بیا له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې نه دي شوې.

په وروستیو کې یو شمیر کابل میشتو غربي دپلوماتانو خوشبیني څرګنده کړه، چې دا مذاکرې ښاېي بیرته پيل شي، ځکه دا وار زیات غربي هیوادونه د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره دپلوماتیکې هڅې کوي.

خو د دې دپلوماتانو هیلې بیرته د مړاوي کېدو په حال کې انګیرل کېږي.

جمهور ریس حامد کرزي د مارچ په وروستیو کې د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه الثاني سره وکتل او افغان لوري وویل، چې په قطر کې یې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کېدو په اړه خبرې ورسره کړې دي. خو تر دې لیدنې وروسته د هیڅ ډول پرمختګ اعلان نه دی شوی.

په قطر کې یوه غربي دپلومات، چې د افغانستان د سولې د پروسې سره اشنايي لري نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي :

"زموږ انتظار هم یوحد لري او که چېرې هغوي بلاخره خپل نظر څرګند نه کړ ي نو داسې لارې هم شته، چې موږ په قطر کې د طالبانو پر استازو فشار راوستلای شو."

په قطر کې چارواکو په رسمي ډول او په زغرده تر اوسه حتی په خپل هیواد کې د طالبانو د استازو د موجودیت خبره هم نه ده کړې او قطري مطبوعات، چې د دولت تر کنټرول لاندې دي دا خبره نه را سربیره کوي.

قطر یوازې دومره ویلي، چې په خپله خاوره کې د طالبانو لپاره د رسمي سیاسي دفتر د پرانیستل کېدو ملاتړ کوي.

په قطر کې یوه افغان خبریال، چې هویت یې پټ ساتل شوي دی، په دې اړه نیویارک ټایمز ته ویلي:

"له طالبانو سره د قطر اساسي مساله دا ده، چې څوک د انتحاري حملو ترسره کونکو ته څرنګه ځاي ورکړي؟

تر څو چې انتحاري حملې وي، قطري چارواکې په خپله خاوره کې د هغوي د استازو د موجودیت په اړه څه نه شي ویلای."


د نیویارک ټایمز په لیکنه، په قطر کې د طالبانو په استازو کې ډير لوړ رتبه پخواني طالبان شامل دي.

د بیلګې په ډول د ملا محمد عمر د دفتر د ریس طیب اغا، د طالبانو د ر ژیم د روغتیا وزیر شیر محمد ستانکزی، د پلان وزیر قاري دین محمد حنفي، په سعودي عربستان کې د طالبانو د رژیم استازی مولوی شهاب الدین دلاور، په پاکستان کې د طالبانو یو پخوانی استازی سهیل شاهین او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د رژیم استازی حفیظ عزیز رحمن یادونه کېدلای شي.

نیویارک ټایمز لیکې، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانیستل کېدو په کار کې د سستوالي او تردد په اړه بیلا بیل نظریات شته. امریکايان وايي، چې طالبان د خپلو سخت دریځو غړو تر فشار لاندې دي او له دې ویري، چې د سولې د خبرو پیل به د جګړې په ډګر کې د دوي فعالیت کمزوری کړی، د جنګ لاره غوره کړې ده.

یوه دپلومات د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، که چېرې د سولې خبرو ته طالبان داخل شي نو بیا خو پر جګړه اغیز کېږي ځګه هیڅ څوک نه غواړي، چې د سولې تر موافقې یوه ورځ مخکې مړ شي.

طالبان بیا وايي، چې امریکا د اعتماد د فضا رامنځ ته کولو لپاره له هڅو ډډه کوي او په ګوانتنامو کې د دوي پينځه تنه زندانیان یې نه دي خوشي کړي.

د دې کسانو د خوشي کېدو له مسلې سره د کانګرس په دواړو ګوندونو کې مخالفت موجود دی نو داسې پریکړه کول به د جمهور ریس اوباما لپاره ګرانه خبر وي.

د دې پرځای امریکاییانو وړاندیز وکړ، چې خبرې باید په لومړۍ مرحله کې د جمهور ریس حامد کرزي له حکومت سره پيل شي خو طالبان یې ردوي او وايي، چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره مذاکرې نه غواړي.

دوي د جمهور ریس کرزي دولت د امریکا ګوډاګی ګڼی او وايي، چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره یوازې هغه مهال خبرو ته تیار دي، چې له امریکا سره پر اساسي مسایلو یوه جوړجاړي ته ورسیږي.

خو په قطر کې یو میشت افغان دپلومات ورځپاڼې ته وایي، چې فکر کوي، چې امریکا او طالبانو په پټه کې خبرو ته دوام ورکړی،دې دپلومات ویلي:

"امریکا او افغانستان ښه ملګري دي او د ښو ملګرو ترمنځ باید خبرې پټې نه وي نو امریکا باید افغان دولت ته ووايي، چې خبره چېرته رسیدلې ده."

په قطر کې یوه غربي دپلومات نیویارک ټایمز ته ویلي، چې زیات طالبان شته، چې د سولې په اړه خبرې کوي خو د امریکا په باور د دوحې پروسه تر ټولو مهمه ده.

د افغانستان د سیاسي چارو یو څارونکې وحید مژده نیویارک ټایمز ته ویلي، چې یو شمیر طالبان لا هم پدې باور دی، چې په قطر کې د یوه دفتر درلودل اهمیت لري خو ډيره تمه نه شي ورڅخه کېدلای.
XS
SM
MD
LG