د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ایران بیا څو تنه د نشه يي توکو پر قاچاق اعدام کړل


ایران د نشه يي توکو په اړه لس تنه قاچاق وړونکي د چارشنبې په ورځ په زندان کې اعدام کړل.

دا خبر د فرانسې خبري اژانس د ایران د لوی څارنوالی د ویب پاڼې په حواله خپور کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي، دا سړي، چې د سلګونو کیلوګرامو مخدرو موادو په قاچاق محکوم شوي وو په دار شول.

ایران چې په کې قتل، جنسي تیري، وسله واله غلا، د نشه یې موادو قاچاق او خیانت هغه جرمونه دي، چې ورته د مرګ سزا ټاکل شوې ده، د نړۍ د هغو هېوادنو په کتار کې دي، چې په کې ډیر اعدامونه کیږي.

دوه اونۍ مخکې ایران اعلان وکړ، چې لس تنه داسې کسان یې چې د مخدرو مواو په قاچاق محکوم شوي وو اعدام کړي دي، چې دې مسلې د ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديي اندیښنې وپارولې.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې، کاترین اشتون وویل، کله یې چې په ایران کې د اعدامونو په اړه اوریدلی ترهیدلې ده او د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکونکي احمد شهید ویلي، چې ده په ایران کې د اعدامونو د اوریدو په اړه ټکان خوړلی.

شهید وايي، د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې څه باندې درې سوه تنه اعدام شوي، خو ممکنه ده چې دا ارقام تر دې هم لوړ وي ځکه چې د ایران حکومت د اعدامونو په اړه د معلوماتو په تر لاسه کولو محدودیت وضع کړي دي.

شهید راپور ورکړی، چې په تیر میلادي کال کې په ایران کې شپږ سوه اویا اعدامونه شوي دي، چې دا په نړۍ کې د دې هېواد نفوس ته په پام سره تر ټولو زیات اعدامونه ښیې.

په لندن کې د بشري حقونو د څارني د بښنې نړیوال سازمان په پرله پسې توګه له ایرانه غوښتې چې د مخدرو موادو قاچاق وړونکي دې نه اعدام کوي او وايي چې دا سزا ډیره شدیده ده.

په ایران کې د اعدامونو دری پر څلورمه برخه د مخدرو موادو له قاچاق سره ارتباط لري ځکه په دې هیواد کې د مخدرو موادو پر ضد ډیر سخت قانون شته.

د بخښنې د نړیوال سازمان راپور چې د تیر اکتوبر په نهمه خپور شوي وايي، چې د روان کال له پیله درې سوه څلور څلویښت تنه په ایران کې اعدام شوی چې ډیر شمیر یې د مخدرو مواد په قاچاق کې لاس درلود.

راپور وايي، تیر کال ایران لږ تر لږه دری سوه شپیته تنه اعدام کړل چې ډیر یې د مخدرو موادو د قاچاق په ارتباط اعدام شوي وو.
XS
SM
MD
LG