د لاسرسي لېنکونه

عباس: خپل پلرني ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مې دريځ بدل شوى نه دى


د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس وايي هغو سیمو ته چې دا مهال د اسرایلو برخه ده د فلسطیني کډوالو د راستنیدو په باب د نوموړي دریځ نه دی بدل شوی.

محمود عباس دا څرګندونې له یوه مصري تلویزون سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړي دي.

له دې وړاندې د اسرایل دويم چینل تلویزون سره په خبرو کې عباس ویلي وو دا د هغه حق دی چې د اسرایل تر واک لاندې له خپل پلرنى ښار سفید څخه کتنه وکړي خو دی هلته د اوسیدو حق نه لري.

د اسرایلو ولسمشر شیمون پیرز د عباس دا څرګندونې زړورې خبرې وګڼلې .

دا مهال شاوخوا ۴ میلیونه فلسطینیان په ګاونډیو هیوادونو کې میشت دي.

XS
SM
MD
LG