د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

"هرکال ۲۵زره افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي"


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د نړېوال روغتیايي سازمان د اټکل له مخې په افغانستان کې څلور سوه زره کسان ړانده دي، چې د هېواد د نفوس یو نیم فیصد جوړوي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل ازادي راډیو ته وویل، چې اوس هم هر کال ۲۵ زره افغانان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي:

"د نړېوال روغتیایي مرکز د اټکل له مخکې د هېواد څلورسوه زره نفوس نابینایان جوړوی او هر کال پنځه ویشت زره کسان د خپل یوې سترګو لید له لاسه ورکوي.

د دغو پیښې اکثره وخت په هغو کسانو کې ډير لیدل کیږي، چې عمرونه یي له پنځوسو اوښتې وي."


نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د نابینایۍ دوه ډوله سببونه موجود دي، یو د سترګو ناروغیانې او بله د سترګو ټپي کیدل او یا هم زیانمنیدل.

هغې زیاته کړه، په تېرو دو کالونو کې په بېلابیلو ولایتونو کې ۲۶ کمپونه جوړ کړي، چې په پایله کې څه باندې ۳۷ زره د سترګو ناروغانو درملنه شوې.

په کابل ښار کې د سترګو ډاکتران وايي، ورځ تر بله د سترګو ناروغان زیاتیږي، چې بېلا بیل عوامل لري.

په کابل کې د سترګو ډاکټر غلام محمد عزیزي وايي، چې خراب غذاي رژيم .
فقر، بېسوادي، د سترګو د ناروغیو په اړه د خلکو کمه پوه او په لرې پرتو سیمو کې د سترګو د روغتیايي مرکزونه نه شتون هغه ستونزې دي، چې د سترګو ناروغۍ ورځ تربله ډیرې کړې ده.

د سترګو زیات ناروغان وايي، چې په لومړي سر کې یې سترګو وړه صدمه رسېدلې او د نه پاملرنې له امله اوس ورته په لویه ناروغۍ بدله شوې

په کابل ښار کې د عینکو پلورنکي وايي، چې ورځ تربله یې مشتریان زیاتیږي.

هغوي وايي، په ښارونو کې د کمپیوټر او ټلویزونو زیات کارونه اولیدل او د غذايي رژیم خرابوالی هم د سترګوو د زیاترو ناروغیو باعث کیږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، وزارت په پلان کې لري، څو په نږدې راتلوونکي کې د سترګو مسلکي پرسونل د ظرفیت د لوړلو په د نور په نوم د کابل د سترګو په یوه روغتون کې یو روزنیز پروګرام پيل کړي.

د نړېوال روغتیايي سازمان وايي، د ارقامو احصایو له مخې په نړۍ کې ۲۸۵ میلیونه وګړي د سترګو له نارغیو سره مخ دي.

رحمت الله افغان، کابل
XS
SM
MD
LG